ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پژواک راپور له خپرېدو وروسته، بغلان کې د پلخمري ښاروالۍ پوروړو د نیولو هڅې پیل شوې

د پژواک راپور له خپرېدو وروسته، بغلان کې د پلخمري ښاروالۍ پوروړو د نیولو هڅې پیل شوې

author avatar
22 Dec 2021 - 15:38
د پژواک راپور له خپرېدو وروسته، بغلان کې د پلخمري ښاروالۍ پوروړو د نیولو هڅې پیل شوې
author avatar
22 Dec 2021 - 15:38

پلخمري (پژواک، د مرغومې لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): د پژواک خبري اژانس د څېړنيز راپور له خپرېدو وروسته، پلخمري ښاروالۍ د لسګونه ميلیون افغانيو د انحصار کوونکو د نيولو هڅې پيل کړې دي.

پژواک خبري اژانس د ليندۍ په ۱۴مه يو څېړنيز راپور خپور کړ  چې په کې ثابته شوې وه چې د بغلان ولايت د پلخمري ښاروالۍ د ملکيتونو ٢٦ اجاره دارانو په تېرو ١٨ کلونو ٨٨،٨ ميليونه افغانۍ حکومت ته نه دي سپارلې.

د دغه راپور له خپرېدو کابو شل ورځې وروسته د بغلان ولایت مرکز پلخمري ښاروالۍ مسوولین وايي چې د ښاروالۍ ملکیت د پورونو تر لاسه کولو په موخه يې امنیې قوماندانۍ ته د ۲۶ پوروړو لېست سپارلی دی

د پلخمري ښاروال حاجي حقمل وایي چې د پژواک اژانس راپور له خپرېدو وروسته یې د پوروړو د نیولو او ترې د پور پیسو ترلاسه کولو هڅې پيل کړې دي.

هغه وایي په دې اړه چټکې هڅې روانې دي چې له رسمي پرېکړې وروسته ښايي د پټ شويو پوروړو جايدانونه مشخص او وپلورل شي.

Visits: 209

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.