هرات (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): په هرات کې د پژواک خبري اژانس له خوا د جوړې شوې ناستې ګډوانوالو هېواد کې د جګړې پر پای ته رسېدو خوښي څرګنده کړه، ټینګار یې وکړ چې د پایدارې سولې د رامنځته کېدو لپاره باید ټولنه کې د یو بل منلو فرهنګ بنسټیز شي.
یاده ناسته نن د مشرانو، دیني عالمانو، ځوانانو او ښځو په ګډوان د پژواک خبري اژانس له لارې د ملګرو ملتونو سازمان د پرمختیایي ادارې او ډنمارک سفارت په مالي ملاتړ د هرات ولایت د شاهي کنفرانسونو او ناستو په سالون کې ترسره شوه.
د فضل الرحمن فیاضي په نوم دیني عالم د اسلام له نظره د سولې کلمه با ارزښته اعلان کړه او ټینګار یې وکړ چې اسلام د سولې ټینګښت لپاره په پنځو اصولو (د دین ساتنه، د انسان د نفس ساته، د انسان د مال ساتنه، د انسان د ابرو ساته او د انسان د عقل ساتنه) ولاړ دی.
هغه دغه راز له اسلامي ارشاداتو د ټولنې ناخبري د کورني تاوتریخوالي او هېواد کې د سیمه ییزو شخړو یوازینۍ لامل بولي.
د ده په خبره، د تاوتریخوالي او اختلاف کلمه اسلام کې ځای نه لري او د دغه کلمو د له منځه وړلو لپاره باید له دیني عالمانو او قومي مشرانو استفاده وشي.
فیاضي وویل: ((الله (ج) هر انسان ته عقل ورکړی او باید هر کار کې له عقل استفاده وشي، تر څو د تاوتریخوالي مخه ونیول شي، که انسان خپل عقل له لاسه ورکړي نو له حیوان سره یې توپیر نشته.))
دغه دیني عالم د ټولنې د هرې طبقې خلک یو بل زغملو ته وبلل او ټینګار یې وکړ چې هېڅوک دې په ټولنه او کورنۍ کې بې اتفاقۍ ته لمن نه وهي، ځکه بې اتفاقي د وژنو او ټولنه کې د وینې تویېدو لامل کېږي.
بلخوا د هرات ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست سرپرست فریداحمد ایوبي له دین څخه د ټولنې بشپړه ناخبري، له خپلو حقونو د خلکو ناخبري، د ځمکو پر سر شخړې، قومي، ژبني او سمتي تعصبات، اقتصادي ستونزې، مذهبي اختلافات او د هېواد ځوان نسل ته د زړه کړو د زمینې نه برابرېدل ټولنه کې د تاوتریخوالي عوامل وبلل.
د اطلاعات او فرهنګ سرپرست وايي چې ټولنه کې د سیمه ییزو شخړو د له منځه وړلو یا کموالي لپاره تر ټولو غوره لار د زده کړو لپاره زمینه برابرول، د خلکو د حقونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونو جوړول او دیني زده کړې دي.
هغه د قومي مشرانو، دیني عالمانو او اکاډمیک شخصیتونو رول د ستونزو د حل برخه مې مهم بولي.
نوموړي ټینګار وکړ او وویل، هغه قضیې چې د حل برخه کې یې د عالمانو او قومي مخورو رول نتیجه ور نه کړي کېدای شي د دولتي بنسټونو له خوا حل او فصل شي.
په ورته وخت کې د غونډې ګډونوالې مېرمن مریم ایوبي د ښځو په استازیتوب وویل، ټولنه کې د کسانو نه سازش، اجباري ودونه، بېوزلي، بېکاري او د کورنۍ د اولادونو ترمنځ توپیري چلند هغه عوامل بولي چې ټولنه یا کورنۍ کې د تاوتریخوالي د رامنځته کېدو لامل کېږي.
مېرمن ایوبي ټینګار کوي چې اوس مهال هېواد کې هېڅ ډول جګړه او شخړې نشته، ضروري ده چې خلک او موجوده حکومت لاس سره یو کړي، څو اوسنۍ ستونزې حل شي.
د دغه پروګرام په پای کې ګډونوالو په ګروپي ډول هم د شخړو او تاوتریخوالي د رامنځته کېدو پر عوامل خبرې وکړې او د دغه ستونزو د حل لپاره یې حللارې وړاندې کړې.
د ناستې ګډونوالو قومي او ژبني تعصبات، د زده کړو لپاره د زمینې نه برابرېدل، له دیني څخه ناخبري، اجباري ودونه، د یو بل زغملو د فرهنګ نه شتون او بېوزلي ټولنه کې د تاوتریخوالي او شخړو د رامنځته کېدو عوامل وبلل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP