ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ايران په فرهنګي او اقتصادي برخو کې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي

ايران په فرهنګي او اقتصادي برخو کې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي

author avatar
22 Dec 2021 - 17:21
ايران په فرهنګي او اقتصادي برخو کې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي
author avatar
22 Dec 2021 - 17:21

مزارشريف (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د ايران قونسلګرۍ مسوولين وايي چې هېواد يې په فرهنګي او اقتصادي برخو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

په مزارشريف ښار کې د ايران مرستيال قونسل سکندريان دغه څرګندونې د يلدا شپې په مناسبت جوړه شوې غونډه ته وکړې.

د يلدا شپې نمانځنې پروګرام د ايران قونسلګرۍ او د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا د مزارشريف په فردوسي کتابتون کې جوړ شوی و چې ګڼو فرهنګيانو په کې برخه اخیستې وه.

د غونډې په پيل کې د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي ذبيح الله نوراني وويل چې افغانان بايد له رامنځته شوي ډاډمن امنيتي وضعيت څخه د هېواد د بيارغونې لپاره سالمه ګټه پورته کړي.

هغه زياته کړه چې سږ کال د بلخ اوسېدونکي له کومې وېرې او ډار پرته راټول شوي او دغه فرهنګي پروګرام يې جوړ کړی دی.

نوموړی زياتوي چې په هېواد کې له يوه ستر بدلون سره سره بيا هم حکومت خپلې ټولې خدماتي ادارې په کمه موده کې فعاله کړي او خلکو ته خدمات  وړاندې کوي.

مولوي ذبيح الله نوراني زياته کړه چې اسلامي امارت د افغان ځوانانو د تعليمي ودې لپاره ځانګړي پاملرنه لري چې نږدې راتلونکي کې به يې افغانان شاهدان وي.

هغه د افغانستان په اوسېدونکو غږ وکړ چې خپل ملي يووالی وساتي او خپله انرژي د افغانستان د ابادۍ په لار کې مصرف کړي.

نوراني وويل: ((دا وطن د ټولو افغانانو دی، زما هيله دا ده چې پر قومي، سمتي او ژبني ډلو به ځان نه وېشي، دا زموږ ټولو مشترک کور دی او په ګډه به يې رغوو.))

په ورته مهال په مزارشريف ښار کې د ايران مرستيال قونسل سکندريان په خپلو خبرو کې د ايران او افغان ولس د ګډو ارزښتونو درلودونکي وبلل او د دواړو هېوادونو د اړيکو پر ټينګښت يې تينګار درلود.

د هغه په وينا، هېواد به يې په اوسنيو شرايطو کې له افغانانو سره په فرهنګي او اقتصادي حوزو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د ايران د سفارت مرستيال همدا راز وويل چې د ايران حکومت د افغانستان پر وړاندې ښه نيت لري او د افغانانو لاسنيوی به کوي.

د هغه په خبره، په تاريخي لحاظ هم د ايران او افغانستان ولسونه په سختيو کې سره اوږه په اوږه پاتې شوي او اوس به هم هڅه دا وي چې د دواړو هېوادونو تر منځ اقتصادي او فرهنګي اړيکې پراخې شي.

خو په همدې پروګرام کې بيا ځينو افغان فعالانو له ايراني لوري وغوښتل چې له افغان کډوالو سره دې سم چلند وکړي.

د بلخ مدنيت ډلې يوه بنسټګر وکيل متين په غونډه کې د ايران مرستيال قونسل مخاطب کړ او له هغه يې وغوښتل چې ايرانی حکومت دې افغان کډوالو سره له ناسم چلند څخه لاس واخلي.

نوموړي زياته کړه چې له افغانستان سره په سرحد کې ايراني ځواکونه په بدترين ډول باندې افغان کډوالو ځوروي چې دا د دواړو هېوادونو تر منځ د بې باورۍ فضا لا پراخولی شي.

هغه وويل: ((په پوله باندې له افغان کډوالو سره تر ټولو بد وضعيت کېږي، د ايران په ښارونو کې هم زموږ مهاجرينو سره توهين اميزه برخورد کېږي، غوښتنه کوم چې زموږ پيغام خپل حکومت ته ورسوي او ورته ووایي چې د افغانانو له ځورولو لاس واخلي.))

وکيل متين زياته کړه چې په اوسنيو بحراني شرايطو کې بايد د افغانستان ګاونډيان له افغانانو سره مرسته وکړي.

د هغه په خبره، د ايران او افغانستان د روابطو د رغولو لپاره اړتيا ده چې دواړه لوري د يو بل پر وړاندې ښه نيت ولري.

Visits: 20

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.