جلال اباد (پژواک،د مرغومې لومړۍ نېته ۱۴۰۰): د ننګرهار اوسېدونکي شکايت کوي چې په دغه ولايت کې د تېلو نرخونه د پخوا په پرتله راټيټ شوي، خو د موټرو او په ځانګړې توګه د ښاري ترانسپورټ کرايه لاهم لوړه ده.
ولسي خلک دکرایو د لوړوالي په برخه کې د ترانسپورټ ریاست مسوولین ملامتوي، چې د نه پاملرنې له امله یې موټر چلوونکو په خپلسري ډول کرایې لوړې کړې دي.
تېره اوونۍ په هېواد کې د ډالرو پر وړاندې په بې ساري ډول د افغانيو د ارزښت ټيټېدو د خوراکي او غير خوراکي توکو ترڅنګ د تېلو او ګازو بيې هم لوړې کړې چې له امله يې په خپلسرې توګه جلال اباد ښار کې د ښاري ترانسپورټ او نورو موټرو کرايې هم لوړې شوې وې.
خو له تېرو څو ورځو راهیسې چې د ډالرو پر وړاندې افغانيو ارزښت د لوړېدو خواته روان دی د تېلو او ګازو بيې هم ورسره ټيټې شوي خو کرايې لا هم په خپل ځای دي.
د ننګرهار ښاري ترانسپورټ چې تر ډېره د ريکشاوو په وسيله ترسره کيږي، چلوونکو يې په خپلسر له لس افغانيو څخه کرايه شلو ته او له شلو څخه ديرشو افغانيو ته لوړه کړې ده.
په ننګرهار کې دا مهال د يو ليټر ډيزلو بيه ۷۴ افغانۍ، د يو ليټر پټرولو بيه ۸۰ افغانۍ او د يوه کيلو ګازو بيه ۸۷ افغانۍ ده.
د ننګرهار ولايت يوه اوسېدونکي عبادالله پژواک اژانس ته وويل چې موټر چلوونکو کرایې په خپلسري ډول لوړې کړي، چې له امله یې بیوزله وګړي اړ شوي خپلو چارو ته په پلي ډول ځان ورسوي.
دی زياتوي: ((جلال اباد ښار کې او همدارنګه د ولسوالیو څخه چې کوم موټر راځي د ټولو په کرایو کې شل او یا لس افغانۍ زیاتوالی راغلی دی، مخکې به له دره نور څخه تر جلال اباد ښار پورې ۸۰ افغانۍ کرایه وه، خو اوس دا کرایه تر سلو افغانیو لوړه شوې ده.))
دغه راز د جلال اباد ښار بل اوسېدونکی جاوېد وايي، چې د ښار ډېرو برخو کې چې ريکشاوې ليني ترانسپورټ ترسره کوي د لس افغانيو لين شل افغانيو ته لوړ شوی او د شل ۳۰ افغانيو ته لوړ شوی دی.
هغه زياته کړه: ((زیاتره خلک چې له ولسواليو هم راځي له بې وزلۍ پلي راځي او همدارنګه په ښار کې هم د ریکشاوو کرایې لوړې شوي، چې خلک اړ شوي پیاده مزل وکړي ځکه پیسې نشته.))
د ننګرهار اوسېدونکي وايي، اوس د تېلو او ګازو بيې هم راټيټې شوي خو کرايه لا هم لوړه ده او غوښتنه کوي چې د ترانسپورټ اداره بايد د کرايو د کمښت برخې ته پاملرنه وکړي.
بل لور ته موټر چلوونکي پر دوی د کرایو د لوړوالي نیوکې پر ځای نه بولي او د نقلیه وسایطو د کرایې د لوړوالي لامل د تېلو او ګازو بیو له لوړوالي سره سره د موټرو د پرزو د بیو لوړوالی یادوي.
نسيم چې د جلال اباد ښار او درونټې ترمنځ ليني ټيکسي چلوي وايي، پخوا ورته ۲۰ افغانيو لګښت پوره کولو او ګټه يې هم ورته کوله، خو اوس چې د تېلو بيې لوړې شوي نو ۲۰ افغانيو لګښت نه پوره کولو ځکه دوی ۳۰ افغانۍ اخلي.
پژواک هڅه وکړه چې په دې تړاو د ننګرهار ترانسپورټ رياست نظر هم له ځان سره ولري خو په دغه چاره بريالی نه شو.