ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ښوونکی: سوله هغه مهال قوي کېدای شي چې اقتصادي پرمختګ، زده کړو او تحصیل ته پاملرنه وشي

ښوونکی: سوله هغه مهال قوي کېدای شي چې اقتصادي پرمختګ، زده کړو او تحصیل ته پاملرنه وشي

author avatar
22 Dec 2021 - 15:26
ښوونکی: سوله هغه مهال قوي کېدای شي چې اقتصادي پرمختګ، زده کړو او تحصیل ته پاملرنه وشي
author avatar
22 Dec 2021 - 15:26

قلعه نو (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): بادغیس ولایت کې یوه ښوونکي چې ۲۸ کاله عمر یې د هېواد بچیانو د روزنې او پالنې لپاره وقف کړی، د تېر نظام تر سقوط وروسته رامنځته شوې سوله لویه لاسته راوړنه وبلله او ویي ویل، د هېواد ټول وګړي باید د دې سولې د پایدار کېدو لپاره هڅې وکړي.

۴۸ کلن عبدالغني سودمند د قلعه نو ښار اوسېدونکی دی، هغه چې له ۲۸ کلونو راهیسې قلعه نو کې یوه ښوونځي کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوي وايي، په سختو شرایطو کې یې تدریس کړی، خو هیڅکله یې دنده نه ده پرېیښې.

هغه زیاتوي، تل یې هڅه کوله چې د ښوونځي د تدریس ترڅنګ زده کوونکو ته د سولې او یو بل منلو درس ورکړي.

نوموړی وايي چې هېواد کې تېر ۴۰ کاله جګړې ده او خپلوانو ته یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي؛ خو هیڅکله یې ونه غوښتل هېواد پرېږدي، په همدې خاوره کې یې ژوند وکړ او د هېواد د غوره راتلونکي لپاره یې دعا کړې ده.

یاد ښوونکي د تېر نظام تر سقوط وروسته ټینګه شوې سوله د افغانستان د خلکو لپاره لویه لاسته راوړنه او ښه هیله مندي وبلله او زیاته یې کړه: ((اوس هغه وخت رارسېدلی چې موږ ټول چې هر ځای او په هره کچه کې یو د سولې د قوي کېدو او پایدار کېدو لپاره هڅې وکړو.))

هغه چې هېواد کې د جګړې د سختو ورځو په یادولو سره یې سترګې له اوښکو ډکې شوې وویل: ((زموږ کورونه د روسي الوتکو له خوا بمبار شول چې له بده مرغه د کورنۍ یو شمېر غړي مو ټپیان شول، د کاکا زوی مې ووژل شو، د کور یوه برخه او وسایل مو له منځه لاړل، زه هغه مهال کوچنی وم.))

نوموړی له دې امله چې هېواد کې نسبي سوله راغلې خوشحاله دی او د سولې ارامه ورځې د زده کوونکو لپاره د زده کړو په ښه پرمخ وړلو برخه کې ګټورې بولي.

هغه هیله مندي څرګنده کړه چې په افغانستان کې د تل لپاره د جګړې او شخړو ریښې له منځه لاړې شي او له دې وروسته هیڅوک خپل دوستان له لاسه ور نه کړي او هیڅ مور د خپل اولاد غم ونه ویني.

دغه ښوونکی وايي چې ټول افغانان باید هېواد کې د تاوتریخوالي له منځه وړلو او سولې د ټینګښت لپاره ډېرې هڅې وکړي، څو د جګړې تیاره سیوری زموږ له هېواده ورک شي.

سودمند چې د عمر ډېرې ورځې یې د هېواد د راتلونکي نسل په روزنه کې تېرې کړې وویل: ((زه او ټول خلک د جګړې له نوم نه کرکه کوو، که جګړه نه وي ټول به خوشحاله ژوند ولري. له جګړې څه نه جوړېږي، ټول باید د یوې کورنۍ په څېر په ارامه ژوند وکړي، د جګړې او تاوتریخوالي تر سیوري لاندې ژوند له دوزخ څخه بدتر دی.))

هغه چې د جګړې د ترخو ورځو یادول ورته سخت و، وویل: ((د جګړې له امله اوس خلک ښه ژوند نه لري، اوس مو چې هېواد ارامه شوی امریکا مو پانګه کنګل کړې، زموږ خلک په بد اقتصادي وضعیت کې دي.))

نوموړی له حکومته غواړي چې هېواد کې د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره کار وکړي، اقتصادي پروګرامونو ته لومړيتوب ورکړي، د نجونو او هلکانو زده کړو ته ډېره توجه وکړي.

یاد ښوونکي په پای کې وړاندیز وکړ چې ټول خلک باید د وروڼو او یوې کورنۍ په څېر د یو او بل زغملو په روحیه ژوند وکړي او د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره هڅې وکړي.

Visits: 156

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.