ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د داعش-خراسان ډلې مشر د بندیزونو لېست کې شامل کړ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د داعش-خراسان ډلې مشر د بندیزونو لېست کې شامل کړ

author avatar
23 Dec 2021 - 00:44
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د داعش-خراسان ډلې مشر د بندیزونو لېست کې شامل کړ
author avatar
23 Dec 2021 - 00:44

کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نیټه ۱۴۰۰) : د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې اعلان کړی چې د داعش-خراسان ډلې مشر ثنا الله غفاري یې د هغو کسانو لېست ته شامل کړی چې د امنیت شورا لخوا پرې بندیزونه لګېدلي.

د بي بي سي دراپور له مخې، په دې لېست کې پر شامل کسانو عموماً د سفر بندیز لګېږي، شتمنۍ یې کنګل کېږي، د وسلو جوازنامه یا لایسنس یې لغوه کېږي او نه شي کولی چې وسله رانیسي یا یې وپلوري.

ثنا الله غفاري، چې د شهاب المحاجر په نامه هم پېژندل کېږي، دا مهال د داعش خراسان ډلې عمومي امیر بلل کېږي، چې تر ډېره په افغانستان او پاکستان کې فعالیت کوي.

یاده دې وي چې د امریکا متحده ایالتونو هم همدا تېره نومبر میاشت کې د ثناالله غفاري په ګډون د داعش-خراسان ډلې پر درې مشرانو بندیزونه اعلان کړي وو.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې په خپله اعلامیه کې د نوموړي په اړه ځینې مالومات هم خپاره کړي دي.

د دې مالوماتو له مخې ثنا الله غفاري په ۱۹۹۴ زیږدیز کال کې په افغانستان کې زېږېدلی دی، خو د اوسني ځای یا ادرس  په اړه یې معلومات نشته.

په دې اعلامیه کې همدا راز راغلي چې د ښاغلي غفاري نوم د انټرپول نړیوالو پولیسو سره هم شریک شوی دی.

سرچینې زیاته کړې،  ثناالله غفاري له داعش ډلې سره اړیکې لرلې دي، دې ډلې ته یې مالي اسانتیاوې برابرې کړې دي او وسلوال یې ورته ګومارلي، او له همدې کبله د امنیت شورا د بندیزونو لېست ته شامل شوی.

نوموړی په جون ۲۰۲۰ کال کې د داعش ډلې مرکزي مشرتابه لخوا د داعش-خراسان څانګې مشر ټاکل شوی دی.

دی په افغانستان کې د داعش-خراسان ډلې د ټولو فعالیتونو او دې ډلې ته د پیسو راټولولو مسؤل بلل شوی دی.

یاده دې وي چې تېره اګست میاشت کې له افغانستان د خپلو پوځیانو ایستلو پر مهال امریکایي پوځي چارواکو ویلي‌ وو،‌ د داعش ډلې شاوخوا دوه زره جنګیالي لا هم افغانستان کې شته دي.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Views: 476

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.