ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: سوله د یو او بل په زغملو او اقلیتونو ته په درناوي پايښت مومي

شنونکي: سوله د یو او بل په زغملو او اقلیتونو ته په درناوي پايښت مومي

author avatar
23 Dec 2021 - 18:24
شنونکي: سوله د یو او بل په زغملو او اقلیتونو ته په درناوي پايښت مومي
author avatar
23 Dec 2021 - 18:24

هرات (پژواک، ۲ مرغومی ۱۲۰۰): د هغه ګردي مېز ګډونوالو چې د پژواک له خوا جوړ او هرات کې د معراج راډیو له لارې خپور شو د سیمه ییزو شخړو د له منځه وړلو، ټولنه کې د یو بل زغملو لپاره پر فکر جوړولو او د اقلیتونو حقونو ته پر درناوي ټینګار وکړ.

«د فکر جوړونې، یو بل زغملو او لږکیو د حقونو د ساتنې له لارې سیمه ییزه سوله ټینېګږي» په نوم دغه ګردی میز چې ۴۱ دقیقې یې دوام درلود نن له غرمې مخکې ۱۰ بجې له یادې راډیو خپور شو او تکرار یې دوه ورځې وروسته په همدې وخت خپرېږي.

د دغه پروګرام یوه ګډونوال د پوهنتون استاد او د هرات ولایت د حج او اوقافو پخواني رییس عبدالخالق حقاني وویل: ((د افغانستان اسلامي امارت عمومي بښنې ته ورته باید یو بل قدم هم واخلي، د یو بل زغمل او فکرونو منل او بېلا بېل سلیقوي برخوردونه دې د حکومتدارۍ لومړیتوبونو کې ځای کړي.))

د ده په خبره، کله چې د حکومتداۍ چوکاټ کې د ټولنې هره طبقه ځان وګوري، د حکومتي مشرتابه او «با احساسه» رسنیو له لارې د دغه فرهنګ د بنسټیز کېدو لپاره مسوولانه کار وشي د افغانانو هغه ارمان ــ یو بل زغملو او متقابل درناوی ــ چې له لسګونو کلونو راهیسې یې زړه کې لري پوره او د تعصب، اختلاف او شخړو ریښې وچېږي.

د هغه په ​باور، ډېری ناخوالې چې له لسيزو راهيسې پر افغانانو تېرېږي، په حکومتولۍ کې د ناانډولۍ، د لږکيو حقونه تر پښو لاندې کول او د سيمه ييزو شخړو د حل او مدیریت کولو لپاره د حکومت له خوا د اغېزناکو پروګرامونو نشتوالى دى.

په ورته مهال‎، د ښځو د حقونو یوې فعالې او د دې پروګرام بلې ګډونوالې عارفې علومي، د حقاني د خبرو په تایید سره وویل چې ټول اقلیتونه، جناح، قومي، نژادي او سیاسي ډلې باید په حکومت او دولتي ادارو کې فعال رول ولوبوي او په دغه حکومت کې ټول افغانان خپل ځانونه وګوري.

نوموړي دغه راز د ښوونځيو د زده کوونکو پر ځایي سولې او د عدم تشدد د فرهنګ پر دودولو ټینګار وکړ او ویې ویل، اړینه ده چې ښوونځیو د زده کوونکو لپاره له سولې او وطن سره د مینې او یوبل منلو او د ژوند د اهمیت د پراختیا په موخه د پوهنې وزارت له خوا د یوه میکانیزم پر له مخې یو پروګرام جوړ شي.

د هغه په باور، د دا ډول پروګرامونو په پيلولو سره به د هېواد راتلونکى نسل له اوسني نسل په پرتله بشپړ توپير ولري او له دې سره به د ټولنې په بېلابېلو ابعادو کې د خلکو تر منځ د اختلافاتو ريښې وایستل شي.

د پروګرام بل ګډونوال سمیع الله درویش هم سیمه ییزه سوله په ټولنه کې د شته ستونزو په له منځه وړلو او کمولو کې اغېزمنه وبلله او په دې برخه کې یې د علماوو او مخورو پر رول ټینګار وکړ.

نوموړي د خلکو تر منځ د یوبل منلو او د تاوتريخوالي د له منځه وړلو په اړه د پژواک خبري اژانس د ننني ګردي مېز او د خلکو تر منځ غونډې ته په اشارې سره وويل، چې دا ډول پروګرامونه په ټولنه کې له تاوتریخوالي په پاکه ټولنه کې د ذهنیت جوړونې او شخړو د مدیریت په برخه کې ډېر اغېزمن دي.

راډیویي ګردي مېزونه د سيمه ييزې سولې په ملاتړ، د شخړو او کورني تاوتريخوالي د مدیریت، په ټولنه کې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو د فرهنګ د ترویج په موخه په لاره اچول شوي، چې د پژواک خبري اژانس په نوښت او د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام او ډنمارک سفارت په مالي ملاتړ د هېواد په لوېديځ زون کې ترسره کېږي.

Visits: 31

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.