Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“د خوست روغتیایي سیستم د ښه والي لپاره به ژر ګامونه واخیستل شي”

خوست ښار (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۰): د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي چې د خوست روغتیایي سیستم د ښه والي لپاره به ژر ګامونه واخیستل شي.

هغوی وایي چې د خوست د روغتیا په برخه کې شته ستونزو ته به رسېدنه کیږي او د دغه ولایت ملکي روغتون سره به د اړتیا وړ وسایلو او درملو مرسته هم وشي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي چې دغه ولایت ته د روغتیایي سکتور د کتنې او ستونزو د اورېدو په موخه تللي وو وایي د دغه ولایت ټولې هغه ستونزې چې د روغتیا په برخه کې موجودې دي، له نږدې وليدې او د حل په موخه به یې کوټلي ګامونه واخیستل شي.

د خوست د ملکي روغتون سرطبیب ډاکټر سیدانور یوسفزي پلاوي ته په دغه ولایت کې هغه ستونزې په ګوته او د حل غوښتنه وکړه چې د روغتیا سکتور په ځانګړي ډول په خوست ملکي روغتون کې موجودې دي.

ده وويل: ((زموږ د شفاخانې چې کومې ستونزې او مشکلات ول هغه مو ورسره شریک کړل او موږ ته یې په هماغه ساعت د حل ډاډ راکړ. انشاءالله موږ ډاډ لرو چې ددې هیئت په راتګ او د ژمنو په پوره کېدو سره به خدمات نور هم چټک، معیاري او پرمختګ وکړي.))

له کابل څخه دغه ولايت ته راغلى پلاوی بيا وایي، عامې روغتیا وزارت ژمن دی چې خوست کې د روغتیا برخې ټولو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د هواري ژمنه يې کوي.

د دغه وزارت د قوانینو د تطبیق او پلټنې ريیس ډاکټر سید رسول منګل د ځینو امبولانسونو، جنراتورونه او درملو د ورکړې ژمنه وکړه او تر څنګ یې د خوست ملکي او تخصصي روغتون کې له مسوولینو د ستونزو د لېست کولو غوښتنه وکړه.

هغه وايي: ((زموږ هدف د راتګ خوست ولایت ته ددې ځای د خصوصي او دولتي صحي برخې لیدنه او د هغوی د ستونزو اورېدنه وه. د خوست ملکي روغتون ستونزې چې د امبولانسونو، برېښنا او درملو په برخې کې وې، د هغوی مو فی الحال ژمنه ورکړه او ترڅنګ مو ترې غوښتنه وکړه چې دوی د اړتیا وړ شيانو لېست برابر کړي.))

په هېواد کې له سیاسي تحولاتو سره د نورو برخو ترڅنګ د روغتیا برخه هم ورځ تر بلې د ستونزو خواته روانه او ناروغ لرونکي د درملو نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.