کندهار (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۰): د کندهار کروندګر او باغ لرونکي هېواد ته د واردېدونکو زراعتي درملو له ټیټ کیفیت څخه شکایت کوي او وايي، د درملو کارول یې کښتونو او باغونو ته د ګټې پر ځای زیان اړوي او حاصلات یې د ډېرېدو پر ځای کمېږي.
د کندهار انار، انګور، انځر او ځينې نورې مېوې چې نړیوال شهرت لري، ډېری وخت افت او مرض کوي چې له امله یې د دغو مېوو په حاصلاتو کې کموالی راځي.
کرونګراو باغ لرونکي وايي، دوی اړ کېږي چې د دې ستونزې د مخنیوي لپاره له بازاره زراعتي درمل واخلي خو یاد درمل بې کیفیته دي او باغونو او کروندو ته یې د ګټې پر ځای زیان اړوي.
د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ یوه بڼوال سیف الله پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی هر کال د دې لپاره د انارو پر بڼ درمل پاشي چې ښه حاصلات ترلاسه کړي او د افتونو مخه یې ونیسي.
خو دی وايي، ډېر مهال دغه درمل د ګټې پر ځای زیان ور اړوي، نه یوازې دا چې د افاتو او امراضو مخنیوی نه کوي، بلکې په حاصلاتو کې یې کمښت راځي او که حاصلات ډېر هم وي، بې کیفیته او د خوراک وړ نه وي.
نوموړی له حکومته غوښتنه کوي چې هېواد ته د واردېدونکو زراعتي درملو کیفیت کنټرول کړي او وڅاري.
د دامان ولسوالۍ یو بزګر عبدالروف هم وایي، د حاصلاتو د ډېروالي لپاره له بازاره درمل او کيمیاوي سره رانیسي او په هغه ډول یې کاروي چې څنګه په بازار کې درمل پلورونکو لارښونه ورته کړې وي، خو هیڅ ګټه نه کوي.
دی زیاتوي، پر درملو ډېرې پیسې هم ورکوي خو کله چې یې پر خپل کښت وپاشي، په حاصلاتو کې یې هیڅ زیاتوالی نه راځي.
دی وایي، کله چې یوه ځمکه ۱۰ خرواره غنم کوي، د کيمیاوي سرې او افتونو ضد درملو په کارولو باید ۱۵ خرواره وکړي، خو برعکس کيمیاوي سره او درمل داسې زیان ورته ورسوي چې ۶ یا ۷ خرواره حاصلات ورکړي.
خو په کندهار کې د نباتي او حیواني درملو پلورونکي وایي، کروندګر او بڼوال درمل له غیر مسلکي کسانو پېري او په غیر مسلکي توګه یې کاروي، نو ځکه یې کښتونو او باغونو ته د ګټې پر ځای زیان رسوي.
د نباتي او حیواني درملو یوه پلورونکي عبدالعزیز پژواک خبري اژانس ته وویل، په ډېرو پلورنځیو کې نباتي یا حیواني درمل یوازې د تجربې له مخې ورکول کېږي چې د کروندګرو او باغ لرونکو ته په زیان تمامېږي.
دی وایي، که بزګر او بڼوال له مسلکي کسانو درمل واخلي او په مسلکي توګه یې وکاروي، نو هیڅکله به زیانمن نه شي.
بلخوا د کندهار د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي محمود مظلوم پژواک خبري اژانس ته وویل چې هېواد ته د بې کیفیته نباتي او حیواني درملو د واردولو د مخنیوي په موخه یې هڅې پیل کړې دي.
هغه زیاته کړه، په تېرو درېیو میاشتو کې یې د خوراکي توکو په ګډون له کندهار څخه ۳۵۰۰ ټنه نباتي او حیواني بې کیفیته او تر وخت تېر درمل ټول کړي او له منځه وړي دي.
دی وایي، هڅه کوي یوازې کیفیت لرونکي زراعتي او حیواني درمل هېواد ته وارد شي.
خو کروندګر او باغ لرونکي یوازې همدا هڅې بس نه بولي او غوښتنه کوي چې اړوندې ادارې دې یوازې مسلکي او په کار پوهو کسانو ته د زراعتي او حیواني درملو د پېر او پلور اجازه ورکړي.