ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مولوي عمري: افغان ملت د هيچا پر وړاندې بد نيت نه لري

مولوي عمري: افغان ملت د هيچا پر وړاندې بد نيت نه لري

author avatar
23 Dec 2021 - 15:23
مولوي عمري: افغان ملت د هيچا پر وړاندې بد نيت نه لري
author avatar
23 Dec 2021 - 15:23

مزارشريف (پژواک، ۲مرغومی ۱۴۰۰): په شمال زون کې د الفتح قول اردو قوماندان وايي چې افغانان هر ډول ستونزې، لوږه او مشکلات زغملای شي؛ خو له خپلواکۍ پرته ژوند نه شي کولاى.

په شمال زون کې د الفتح قول اردو قوماندان مولوي عطاالله عمري چې د امنيتي وضعيت د ارزونې په موخه سرپل ولايت ته تللی و، د سنچارک ولسوالۍ له ځايي چارواکو، ديني عالمانو او قومي مشرانو سره په خبرو کې يې د شمال زون امنيتي وضعيت د بشپړ ډاډ وړ ياد کړ.

د الفتح قول اردو قوماندان وويل چې د افغانانو د شلو کلونو مبارزې په پايله کې په هېواد کې يو اسلامي نظام رامنځته شو.

د هغه په وينا، افغانان هر ډول ستونزې، لوږه او مشکلات زغملای شي؛ خو د اشغال تر سیوري لاندې ژوند نه شي کولای.

عمري وويل: ((افغان ملت نړيوالو هېوادونو ته دوه پيغامونه لري؛ لومړی دا چې دغه ملت د هيچا تر اشغال لاندې ژوند نه شي کولای او دا يې ثابته کړې هم ده او دويم پيغام دا دی چې ټول دنياوال دې مطمين واوسي چې افغان ملت د هیچا پر وړاندې بد نيت نه لري.))

هغه زياتوي چې د اسلامي امارت ټول چارواکي ځان مسوول ګڼي چې د ولس له حاله خبر شي او د دوی ستونزې حل کړي.

مولوي عطاالله عمري د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې د الفتح قول اردو ټولې څانګې په نورمال ډول فعالې شوي او ورځنۍ چارې يې په ښه ډول روانې دي.

نوموړی وايي: ((خلکو ته ډاډ ورکوو چې د دوی امنيت په بشپړ ډول تامين دی.))

نوموړی ټول قومونه يووالي ته وهڅول او غږ يې پرې وکړ چې د خپل حکومت تر څنګ ودرېږي او د هېواد په بيا رغونه کې برخه واخلي.

د الفتح قول اردو قوماندان همدا راز ټينګار وکړ چې د خپل مسووليت په ساحه کې شته ولايتونو ته د امنيتي وضعيت د ښه والي او د خلکو د ډاډمن کېدو په موخه سفرونه کوي.

په ورته مهال د سنچارک ولسوال صبغت الله روحاني خبريالانو ته وويل چې په دغه سيمه کې امنيتي وضعيت د بشپړ ډاډ وړ دی.

هغه زياتوي چې د  ولسوالۍ په بازار کې يې ګارنيزيون فعال شوی او شپه او ورځ د خلکو د امنيت ټينګښت په موخه ګزمې روانې دي.

د هغه په وينا، په امنيتي برخه کې هیڅ راز ستونزه نشته او اوس پکار ده چې خلکو ته د بيا رغونې برخه کې خدمات وړاندې شي.

د سنچارک ولسوالۍ يوه قومي مشر ملا امان الله له پژواک سره په خبرو کې په ياده ولسوالۍ کې شته امنيتي وضعيت د ډاډ وړ وباله او زياته يې کړه چې د تېر حکومت پر مهال په دغې لويې ولسوالۍ کې هېڅ راز د بيا رغونې پروژې نه دي تطبيق شوي.

دغه قومي مشر زياتوي چې د ولسوالۍ سړکونه خام او خراب دي، ډېری ښوونځي ودانۍ نه لري او همدا راز خلک د څښلو پاکو اوبو ته هم لاسرسی نه لري.

هغه له حکومتي مسوولينو څخه غوښتنه وکړه چې د دغې ولسوالۍ اوسېدونکو سره دې عادلانه چلند وکړي او يادې شوې ستونزې دې ورته حل کړي.

Visits: 29

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.