ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بریتانیا او جرمني له خطر سره د مخ افغانانو ایستلو او ځای پر ځای کولو بهیر چټکوي

بریتانیا او جرمني له خطر سره د مخ افغانانو ایستلو او ځای پر ځای کولو بهیر چټکوي

author avatar
24 Dec 2021 - 12:26
بریتانیا او جرمني له خطر سره د مخ افغانانو ایستلو او ځای پر ځای کولو بهیر چټکوي
author avatar
24 Dec 2021 - 12:26

کابل (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۰): د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه هېواد کې د ۲۰زره افغانانو د ځای پر ځای کولو پروګرام په راتلونکې جنورۍ میاشت کې پیلوي.

بلخوا د جرمني د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان کړی چې د زرګونو هغو افغانانو د ایستلو بهیر چټکوي چې په افغانستان کې یې د دغه هېواد له پوځ سره کار کړی او یا یې ژوند په خطر کې دی.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې چې د دغه وزارت په وییپاڼه کې خپره شوې، راغلې، هغو افغانانو ته چې په افغانستان کې یې له بریتانوي ځواکونو سره همکاري کړې او یا یې د ډيموکراسۍ، د مېرمنو حقونو، د بیان ازادۍ او د قانون حاکمیت په برخو کې کار کړی، په دغه پروګرام کې لومړیتوب ورکول کېږي.

د خبرپاڼې په حواله، دغه پروګرام افغانانو ته په بریتانیا کې د کډوالۍ خوندي او قانوني شرایط برابروي.

دغه راز یادونه شوې چې په بریتانیا کې د افغانانو د ځای پر ځای کولو پروګرام چارو وزیره ویکټوریا اتکینز به په راتلونکې جنورۍ میاشت کې د پارلمان غړو ته د دغه پروګرام جزئیات هم وړاندې کړي.

د افغانانو د ځای پر ځای کولو وزارت په بریتانیا کې د کورنیو چارو او اوسېدنې د چارو لوړولو ادارې ګډ دفتر دی چې د روان کال په سپټمبر میاشت کې جوړ شو.

د بریتانیې حکومت د همدغه کال د اګسټ میاشتې له ۱۵مې تر ۳۱مې نېټې د تخلیې په بهیر کې څه باندې ۱۵زره افغانان د کابل له هوايي ډګره په الوتکو کې و ایستل.

دا او ۲۰زره نور کسان چې ټاکل شوې د افغانانو د ځای پر ځای کولو د پروګرام له لارې بریتانیې ته لاړ شي، د دایمې اوسېدو اسناد ورکول کېږي او د کار او لوړو زده کړو اجازه به ولري.

د بریتانیې ترڅنګ جرمني هم اعلان کړی چې د افغانانو د ایستلو بهیر چټکوي.

د جرمني د بهرنیو چارو نوې وزیرې انالینا بایربوک تېره ورځ ژمنه وکړه چې له افغانستانه د زرګونو هغو افغانانو د ایستلو بهیر چټکوي چې د دغه هېواد له پوځ یا حکومت سره یې په افغانستان کې کار کړی او یا یې په افغانستان کې ژوند په خطر کې دی.

بایربوک وايي، جرمني له افغانستانه د څه باندې ۱۵زره کسانو ایستلو ژمنه کړې چې لا هم د دغه هېواد د ۱۳۵ اتباعو په ګډون په افغانستان کې پاتې دي.

جرمني افغانستان ته د طالبانو له راتګ وروسته د شاوخوا ۱۰زره کسانو په ایستلو کې مرسته کړې چې ۵۳۰۰ یې د دغه هېواد په پوځي الوتکو کې او پاتې ۵ زره یې له نورو لارو ایستل شوي دي.

هغې وویل، د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره تازه خبرو ته اړتیا ده څو لارې پرانیزي او دغه لړۍ چټکه شي.

بریتانیا او جرمني هم د نورو هېوادونو په شان د تېرې اګسټ میاشتې په پای کې له هغه وروسته د تخلیې بهیر پای ته ورساوه چې په کابل هوايي ډګر کې ځانمرګی برید وشو او په پایله کې یې د ۱۳ امریکايي سرتېرو تر څنګ نژدې ۲۰۰ ملکي افغانان ووژل شول.

Visits: 1033

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.