خوست ښار (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۰): په خوست کې پر «۴۰۰» داخلي بې ځایه شويو او بې وزله کورنيو باندې نغدي او همدا ډول د غير خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
دغه کورنۍ چې د یاد ولايت د صبريو، نادرشاه کوټ او اسماعېل خېلو مندوزيو ولسواليو ترڅنګ يو شمېر يې د مرکز اوسېدونکي دي، دغه مرسته نن د «مرغومي ۴مه» پرې د کډوالو نړيوالې ادارې يا IOM له خوا ووېشل شوه.
د دغې ادارې يو تن ولايتي مسوول محمداسحاق افغان پژواک خبري اژانس ته وويل چې هرې کورنۍ ته د دوه سوه امريکايي ډالرو د نغدي مرستې ترڅنګ يوه اندازه ژمني غيرخوراکي توکي چې کمپلې او نور شيان په کې شامل دي، ورکړل شول.
نوموړي وويل، د دغو کورنيو له ډلې زياتره يې هغه داخلي بې ځايه شوې کورنۍ دي، چې د جګړو له امله له خپلو مېنو بې ځايه شوې دي.
ده زياته کړه: ((دا پروسه الحمدالله ډېره شفافه ده انشاالله. په مجموع کې به د غیر خوراکي توکو کلستر کوشش کوي او هغه هدف چې ټاکل شوی هغې ته ورسیږو. موږ سره د سروې په دې پروسه کې د مهاجرینو ریاست هم موجود و او هڅه مو کړې چې اړتیا لرونکي وګړي په ګوته او یاده مرسته ورسره وکړو.))
په ورته مهال خوست والي مولوي محمدنبي عمري د دغې مرستې پرمهال له ټولو هغو ادارو چې له اړمنو سره مرستې کوي، غوښتنه وکړه چې د مرستو په وېش کې دې شفافیت، حق او بې طرفي وساتي، څو حقیقي مستحقینو ته ورسیږي.
هغه وايي: ((له ټولو هغو مننه چې د افغان ولس سره همکاري او مرسته کوي. انشاءالله زموږ او زموږ د مشرانو هڅه داده، هر چېرې چې غریب او مسکین وي، هغوی ته نغدي، خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې ورسوو.))
په ورته وخت کې یو تن سپین ږیری رحمت خان چې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د ځنې خېلو سيمې اوسېدونکی دی، د یادې مرستې په ترلاسه کېدو خوښي ښکاره کوي.
نوموړی له حکومت او نړیوالو مرستندویه بنسټونو غواړي چې د ټولو هغو خلکو لاسنیوی وکړي چې ناچاره او بې وزله دي.
دی وايي: ((عاجز خلک یو، ژمی دی، ساړه دي، یو طرف اسمان شین دی او بل طرف بې وزلي ده. لرګیو او ګرمو توکو ته ضرورت لرو. موږ افغانان ډېر ناچاره یو، د دې مرستې په ترلاسه کېدو خوښ یم خو ولې موږ دا مرستې دایمي غواړو.))
بل پلو د کډوالو نړیوالې ادارې مسوولينو وويل چې د مرستې دغه لړۍ به د یاد ولايت نورو سيمو ته هم وغځوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP