ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز د کوویډ ۱۹ روغتون د سقوط له ګواښ سره مخ دی

د کندوز د کوویډ ۱۹ روغتون د سقوط له ګواښ سره مخ دی

author avatar
26 Dec 2021 - 17:44
د کندوز د کوویډ ۱۹ روغتون د سقوط له ګواښ سره مخ دی
author avatar
26 Dec 2021 - 17:44

کندوز (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۰): د کندوز ولایت روغتیایي مسوولین د دغه ولایت د کوویډ-۱۹ روغتون د کارکوونکو معاشونو د نه ورکړې او لازمو امکاناتو نه شتون له امله د یاد روغتون له تړل کېدو خبرداری ورکوي.

یاد مسوولین له نړیوال روغتیایي سازمان څخه غواړي چې د کرونا ناروغۍ د څلورمې څپې د مخنیوي لپاره له دغه ډول روغتیایي مرکزونو ملاتړ وکړي.

په ورته مهال، د یاد مرکز کارکوونکي چې له اقتصادي ستونزو شکایت کوي، وایي چې له څو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي اخیستي چې د دغه ډول وضعیت په دوام سره به خپلې دندې پرېږدي.

د کندوز د کوویډ-۱۹ روغتون امر ډاکتر داوود غني وویل چې د دغه مرکز امکانات په خلاصېدو دي.

د هغه په وینا، له یوې خوا د یاد مرکز کارکوونکو  ته له ۷ میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي او بلخوا د دغه مرکز او کارکوونکو هیڅ برخلیک نه دی معلوم.

هغه وویل: «موږ د کرونا د څلورمې څپې له جدي ناورین سره مخ یو؛ که پاملرنه ونه شي، نو دغه روغتون به وتړل شي.

د داوود په خبره، په شمال ختیځ زون کې یوازینی فعال مرکز د کندوز کوویډ-۱۹ روغتون دی او که ملاتړ یې ونه شي، کارکوونکې به یې خپلې دندې پرېږي.

په ورته مهال، د دغه مرکز کارکوونکي هم د معاشونو د نه ورکړې له امله شکایت کوي او له نړیوال روغتیایي سازمان څخه غواړي چې معاشونه یې ورکړي.

د یاد روغتون کارکوونکي قدرت الله مبارز له اقتصادي ستونزو شکایت وکړ او ویې ویل: «اووه میاشتې کېږي چې معاشونه مو نه دی اخیستی او له دوو میاشتو راهیسې مو برخلیک نه دی معلوم؛ د خوراکي توکو بیې ډېرې لوړې شوې، له اقتصادي ستونزو سره مخ یو، هیله لرو چې موږ ته پاملرنه وشي.»

بلخوا، د کندوز د عامې روغتیا رییس قاري محمد انور، د دغه روغتیایي مرکز بې برخلیکه توب مني، هغه له نړیوالو روغتیایي سازمانونو غواړي چې له یاد مرکزه ملاتړ وکړي.

هغه وویل: «ستونزه له روغتیا وزارت سره شریکه شوې ده او د حل لپاره یې ډاډ ورکړل شوی دی، موږ له هغو موسسو چې په روغتیایي برخه کې کار کوي، غواړو چې د یادې ستونزې لپاره له موږ سره مرسته وکړي، څو د کرونا د څلورمې څپې مخنیوی وشي.»

په کندوز کې د کوویډ ۱۹ روغتون چارواکي داسې مهال د دغه مرکز د تړل کېدو له ګواښه خبر ورکوي ‎چې اوس هم په هېواد کې د کرونا د څلورمې څپې ګواښ موجود دی او د یاد مرکز تړل کېدو په صورت کې به د وضعیت کنټرول ستونزمن وي.

Visits: 104

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.