کابل (پژواک، ٥ مرغومى ۱۴۰۰): د کابل يو شمېر اوسېدونکي وايي چې پر عمومي سړکونو موټرشويانې سره له دې چې سړکونه ويجاړ کړي، د ناپاکۍ لامل هم ګرځېدلې خو ښاروالۍ بيا د دې ډول فعاليتونو د مخنيوي ډاډ ورکوي.
په ورته وخت کې بيا موټرمینځونکي وايي چې د کار او ځاى نشتوالي له امله يې د سړکونو پر غاړه دغه ډول فعاليت پيل کړى دى.
په دې وروستيو کې د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې د عمومي سړکونو پر سر موټرشويانې جوړې شوې چې د هر موټر پريمنځلو په بدل کې يواځې سل افغانۍ اخلي.
خو کابل ښاريان بيا پر عمومي سړکونو د دغه شان موټرشويانو له جوړېدو سره مخالف دي او د هغوی د فعاليت درولو غوښتنه يې کوي.
په دې اړه د کابل ښار د ١٥ ناحيې اړوند د شهيد څلورلارې اوسېدونکى شريف الله وايي چې له تېرو شاوخوا پنځو مياشتو راهيسې په دې سيمه کې د عمومي سړک پر سر موټر شويانې جوړې شوې دي.
هغه وايي: ((اوبه داسې شی دي چې قیر او کانکرېټ ډېر زر له منځه وړي او د دې ترڅنګ دوى چې کله موټر مينځي نو ټول کثافات يې بيا پر سړک پراته وي.))
د نوموړي په وينا، په کوم سړک کې چې دغه موټرشویانې دي، د هغه ځای قیر له منځه تللی او ټوله ساحه یې هم ککړه کړې ده.
دغه راز د کابل ښار د شاه شهيد سيمې اوسېدونکى محمد حميد وايي چې کابل نندارې هوټل ته څېرمه هم د عمومي سړک پر سر موټرشويانې جوړ شوي دي.
دى وايي: ((اقتصادي موټر شويان دي، سل افغانۍ اخلي خو اوبه يې هم سړکونه خرابوي او هم ځاى ډېر ناپاکوي.))
ياد کسان او د کابل ښار يو شمېر نور اوسېدونکي ټينګار کوي چې حکومت بايد د عمومي سړکونو پر سر د موټر شويانو مخه ونيسي او يو مناسب ځاى ته دې انتقال کړي.
بل لور ته د کابل ښار هوايي ډګر پر عمومي سړک يوه موټر مينځونکي فردين پژواک ته وويل چې د کاروبار نشتوالي له امله يې دغه موټرشويي جوړه کړې ده.
دى وايي: ((امنيتي کسان موږ ته مزاحمت کوي، دغه کار ته مو نه پرېږدي خو موږ هم مجبور يو کورنۍ را تر غاړې ده، څنګه وکړو، حکومت دې راته يو مناسب ځاى پيدا کړي، موږ به هلته لاړ شو.))
په همدې سيمه کې يو بل موټر مينځونکي احمد بلال پژواک ته وويل، د ښاروالۍ کسانو ورته ويلي چې د قير سړک پر سر دې موټر نه مينځي.
دى زياتوي: ((زه اوس د قير سړک ترڅنګ په خامه ځاى کې موټر مينځم، که دغه کار ونه کړو، د کورني اقتصادي مشکلات په څه شي حل کړو.))
دغه موټر شويان له ښاروالۍ د خپل کاروبار مخې ته وړلو په موخه د يوه مناسب ځاى ورکولو غوښتنه کوي.
په دې اړه د کابل ښاروالۍ د نشراتو او عامه پوهاوي رییس نعمت الله بارکزي پژواک ته وویل، هيچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې عمومي سړک او يا هم نورې بنسټيزې پروژې زيانمنې کړي.
هغه ګواښ وکړ او ويې ويل که هر څوک د اقتصادي ستونزې د حل او يا هم کوم بل کار لپاره عامه تاسيسات زيانمن کړي، نو له جدي چلند سره به مخ شي.
د يادونې ده، په افغانستان کې د جمهوريت له سقوط وروسته ګڼ شمېر کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړې او دا مهال د کورنیو اقتصادي ستونزو د حل لپاره یې له بېلابېلو لارو د کار هڅې پيل کړې دي.
Views: 25
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن