Language

په کابل ښار کې چاودنې درې کسان ټپیان کړي

کابل (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۰): د کابل ښار په ګل سرخ څلور لارې کې د نظامیانو پر فلډر موټر چاودنې، درې کسان ټپیان کړي دي.

دغه چاودنه نن مازدیګر شاوخوا ۳:۲۰ دقیقې د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند په ګل سرخ څلورلارې کې رامنځته شوې ده.

عیني شاهدان وایي چې د چاودنې په پایله کې درې کسان ټپیان شوي چې روغتون ته لېږدول شوي دي.

خو امنیتي مسوولینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادې چاودنې مسوولیت هم تراوسه چا نه دی منلی.

په دې اړه جزئیات وروسته خپریږي.