ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وچکالۍ په کندهار کې مېشت کوچیان اړ کړي چې خپل څاروي په نیمه بیه وپلوري

وچکالۍ په کندهار کې مېشت کوچیان اړ کړي چې خپل څاروي په نیمه بیه وپلوري

author avatar
27 Dec 2021 - 17:12
وچکالۍ په کندهار کې مېشت کوچیان اړ کړي چې خپل څاروي په نیمه بیه وپلوري
author avatar
27 Dec 2021 - 17:12

کندهار (پژواک، ۶ مرغومی۱۴۰۰): په کندهار ولایت کې مېشت کوچیان وایي چې د وچکالۍ او څړځایونو د نشتوالي له امله یې څاروي د مړه کېدو له ګواښ سره مخ دي او اړ دي چې په نیمه بیه یې وپلوري.

ډېری کوچیان د کندهار په هغو ولسوالیو کې مېشت دي چې روانې اوبه لري، خو په دې وروستیو کې په ځینو هغو ولسوالیو کې هم مېشت شوي چې روانې اوبه نه لري او دوی د اورښت اوبو ته په تمه دي.

تخته پل د کندهار له هغو ولسوالیو څخه ده چې روانې اوبه نه لري خو په سلګونو کوچیان په کې مېشت دي.

په دغې ولسوالي کې مېشت یوه کوچي محمد کریم پژواک خبري اژانس ته وویل: «بارانونه نشته، دښتې او څړځایونه ټول وچ دي، څاروي مو له لوږې سره مخ دي، که د یخ څپه ورباندې راشي نو مړه به شي.»

دی وایي، له دې امله چې نه شي کولای څاروي وساتي په ډېره ټيټه بیه یې پلوري او نورو سیمو ته یې لېږدوي.

کوچیان وایي، په اکثره سیمو کې ان د څښلو اوبو ته هم لاسرسی نه لري او د برمو وهلو اجازه هم نه ورکول کېږي.

یو بل کوچی الله داد وايي، پخوا یې سلګونه څاروي لرل خو اوس یې د څارویو شمېر تر سل کم شوی ځکه ډېر یې پلورلي دي.

هغه پژواک ته وویل، له یوې خوا وچکالي او له بلې خوا د څارویو ناروغي دې ته اړ کړی چې څاروي په نیمه بیه وپلوري ځکه تر اوسه د څارویو د درملو یا خوراک مرسته نه ده ورسره شوې.

کوچیان وایي، پخوا به ورسره د څارویو د درملو او خوراک مرسته کېدله خو اوس یې هم هیڅ نه دي لیدلي، که خدای مه کړه کومه ناروغي راشي نو په څارویو به یې ډېر بد اغېز وکړي او له منځه به یې یوسي.

یو بل کوچی احسان الله وایي، وچکالۍ اکثره ولایتونه ځپلي دي ځکه نو دوی نورو سیمو ته نه دي تللي او همدلته مېشت دي.

دی زیاتوي، هغه پسونه چې مخکې په ۲۰ زره افغانۍ پلورل کېدل اوس یې په ۱۴ یا ۱۵ زره افغانۍ پلوري ځکه له نېستۍ ډېر پسونه نه شي ساتلای.

پر همدې مهال د کندهار د کرنې رییس مولوي محمود مظلوم وایي، دوی په کندهار کې ۶۸ زره څارویو ته د ناروغیو ضد واکسین ورکړی او د هغو درملنه یې کړې ده.

نوموړي پژواک اژانس ته وویل، دغه پروسه به روانه وي څو د کوچیانو څاروي له هر ډول ناروغیو وساتل شي.

په کندهار کې وچکالۍ د مالدارۍ تر څنګ پر کرنې هم بد اغېز کړی او ان ډېرو کسانو خپلې ځمکې د وچکالۍ له امله نه دي کرلي، دغه راز  ځینو بیا ان خپل باغونه هم له بېخه ایستلي چې د وچکالۍ له امله وچ شوي وو او د خړوبولو توان یې نه درلود.

Views: 91

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.