ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار ښار کې یوه کس د جومات د امام په ګډون څلور کسان ټپیان کړي

په کندهار ښار کې یوه کس د جومات د امام په ګډون څلور کسان ټپیان کړي

author avatar
27 Dec 2021 - 14:39
په کندهار ښار کې یوه کس د جومات د امام په ګډون څلور کسان ټپیان کړي
author avatar
27 Dec 2021 - 14:39

کندهار (پژواک، ۶مرغومی ۱۴۰۰): په کندهار ښار کې یوه کس د اهل تشیع جومات پر امام د چاقو برید کړی او د هغه په ګډون یې څلور تنه ټپیان کړي دي.

پېښه تېره ورځ د کندهار ښار اړوند د لومړۍ ناحیې د شیعه ګانو په امام علي جامع جومات کې د ماسپښین له لمانځه وروسته شوې ده.

د اهل تشیع یوه دیني عالم باریداد رضايي پژواک خبري اژانس ته وویل، یوه ناپېژانده کس چې ځان یې د لمونځ کوونکو په منځ کې ځای پر ځای کړی و، د لمانځه له پای ته رسېدو وروسته د جومات پر امام یاسین سروري د چاقو ګوزار وکړ او هغه یې سخت ټپي کړ.

دی وايي، په دې پېښه کې د امام تر څنګ د مقتدیانو له ډلې درې تنه نور هم ټپیان شول چې غوښتل یې امام له بریدګره وژغوري.

هغه زیاته کړه، دوی نه پوهېږي چې د پېښې انګېزه څه وه او ولې بریدګر د جومات پر امام برید وکړ.

د ده په خبره، بریدګر د مقتدیانو له خوا نیول شوی او د استخباراتو ادارې ورسره بېولی دی.

رضايي وايي، دغه برید اندېښمن کړي ځکه تر دې وړاندې د کندهار ښار په مرکزي امام بارګاه کې ځانمرګي بریدونه شوي وو چې لسګونه کسان په کې ووژل شول.

نوموړی له همدې امله له امنیتي مسوولینو غوښتنه کوي چې د جوماتو امنیت ټینګ کړي.

خو دی دا هم وايي چې په کندهار کې د اهل تشیع او اهل سنت تر منځ هیځ راز اختلافات نشته او کلونه یې د وروڼو په څېر ژوند کړی دی.

د کندهار د والي ویاند مولوي محمود عزام پژواک خبري اژانس ته وویل، د پېښې په تړاو یو کس نیول شوی او پلټنې ورڅخه پیل شوې دي.

د کندهار د اسختباراتو ادارې یوه چارواکي جواد یاسر پژواک خبری اژانس ته وویل، د لومړیو پلټنو له مخې د تېرې ورځې برید په تړاو نیول شوی کس سید عبدالرحمن د هرات د ادرسکن ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

هغه زیاته کړه، بریدګر ځان سوالګر معرفي کوي او وايي چې له امام سره تر لفظي شخړې وروسته یې هغه او د هغه پلویان په چاقو وهلي دي.

په دې وروستیو کې پر اهل تشیع د ډېرو بریدونو مسوولیت داعش وسله وال پر غاړه اخلي، خو د دغه برید په اړه چا څه نه دي ویلي.

په کندهار کې مېشت شعیه ګان له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دوی د جوماتونو امنیت ته دې پاملرنه وکړي څو له ورته بریدونو خوندي پاتې شي.

Views: 128

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.