Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

صالح محمد محمدي په کابل کې د سنوکر لوبې اتل شو

کابل (پژواک، ۷ مرغومی ۱۴۰۰): د لوبو او بدني روزنې ریاست وايي، په کابل کې د سنوکر په سیالیو کې ۵۶ لوبغاړو ونډه واخیسته او صالح محمد محمدي د دغو سیالیو اتل شو.

یاد ریاست نن سهار پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي چې د دغو سیالیو ګډونوال د کابل د بېلابېلو کلپونو لوبغاړي وو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، رئیس خان سنزي، علي احمد یوسفي او نوید نادري په ترتیب سره د دغو لوبو دویم، درېیم او څلورم مقامونه وګټل.

سرچینه زیاتوي چې د سنوکر دغه لوبې په تېرو درېیو ورځو کې ترسره شوي او نن پای ته ورسېدې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.