ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر خروار کې د ۵۰ سیمه ییزو ټولګیو په جوړېدو لومړی ځل نجونو ته د زده کړې زمینه برابره شوه

د لوګر خروار کې د ۵۰ سیمه ییزو ټولګیو په جوړېدو لومړی ځل نجونو ته د زده کړې زمینه برابره شوه

author avatar
29 Dec 2021 - 16:18
د لوګر خروار کې د ۵۰ سیمه ییزو ټولګیو په جوړېدو لومړی ځل نجونو ته د زده کړې زمینه برابره شوه
author avatar
29 Dec 2021 - 16:18

پل علم (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۰): د لوګر په خروار ولسوالۍ کې د چټکو زد کړو د ۵۰ سیمه ییزو ټولګیو له جوړېدو سره د لومړي ځل لپاره نجونو ته هم د زده کړې زمینه برابره شوې ده.

خروار د لوګر هغه ولسوالۍ ده چې له تېرو ۲۱ کلونو راهیسې په کې د امنیتي او کلتوري ستونزو له امله د نجونو هیڅ ښوونځی نشته.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، د مرکز کابل په ګاونډ کې د دغه ولایت خروار ولسوالي له کلونو راهیسې د ښوونې او روزنې له خدماتو لرې پاتې شوې ده.

هغه زیاته کړه، د لوګر د پوهنې ریاست په تېرو ۲۱ کلونو کې څو ځلې هڅې وکړې چې په دغې ولسوالۍ کې د نجونو لپاره هم ښوونځی جوړ کړي خو طالبانو اجازه نه ورکوله.

خو دی وايي، په یوه تازه ګام کې په دې ولسوالي کې د چټکو زده کړو ۵۰ ټولګي جوړ شوي چې د هلکانو تر څنګ په کې د لومړي ځل لپاره نجونو ته هم د زده کړې اسانتیا برابره شوې ده.

د ده په خبره، دغه ټولګي د یونیسف/UNICEF په مالي ملاتړ په بېلابېلو سیمو کې د خلکو په کورونو کې جوړ شوي دي.

هغه دا یو ښه پيل وګاڼه او ویې ویل چې د پوهنې ریاست پلان لري په راتلونکې کې په دغې ولسوالۍ کې د نجونو لپاره ښوونځی هم جوړ کړي.

بل خوا د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي هم وايي چې له تېرو ۲۱ کلونو راهیسې په دغې ولسوالي کې یوه نجلۍ هم ښوونځي ته نه ده تللې.

د خروار ولسوالۍ د ګلا خان سیمې یوه اوسېدونکي جمیل پژواک ته وویل، دلته ډېری خلک ښوونځي ته د لوڼو لېږل د شرم کار ګڼي، په ټوله ولسوالۍ کې یوه باسواده مېرمن نشته.

دی وايي، د کلتوري ستونزو تر څنګ طالبانو هم اجازه نه ورکوله چې دلته د نجونو لپاره ښوونځي جوړ شي.

خو هغه خوښي وښودله چې اوس دغلته د چټکو زده کړو ۵۰ سیمه ییز ټولګي جوړ شوي او نجونو ته هم د زده کړو زمینه برابره شوې ده.

د یادې شوې ولسوالۍ قومي مشر عبدالرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل: ((زموږ ولسوالۍ د ښوونې او روزنې له پلوه وروسته پاتې ولسوالۍ ده، زموږ ډېری هلکان له زده کړو بې برخې دي، ته لا نجونې ښيې، ټوله ستونزه په موږ ولس کې ده.))

نوموړی له چارواکو غوښتنه کوي چې نه یوازې په دې ولسوالي کې د پوهنې اړوند خدمات وړاندې کړي، بلکې د خلکو د عامه پوهاوي لپاره کار وکړي څو هغوی خپل زامن او لوڼې د زده کړو لپاره ښوونځیو ته ولېږي.

د پوهنې ریاست چارواکو د معلوماتو له مخې، په خروار ولسوالۍ کې ۱۱ لومړني او منځني ښوونځي او یوه لېسه شته چې یوازې هلکان زده کړې په کې کوي.

په تېرو ۲۱ کلونو کې دې ولسوالۍ یوازې تېر کال له دوولسم ټولګي فارغان لرل.

د لوګر ولایت په کچه د عالي دارالمعلمین، د کرنې او کانونو د تخنیکي او مسلکي انسټیټوټ په ګډون ۳۰۴ ښوونځي او مدرسې شته چې  ۱۴۰ زره زده کوونکي زده کړې په کې کوي چې ۵۰ زره یې نجونې دي.

Visits: 275

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.