کندهار (پژواک، ۹ مرغومی ۱۴۰۰): په کندهار کې د “بُن کنفرانس د تاريخ په تله کې” تر سرلیک لاندې یوه ورځنۍ علمي او تحلیلي څېړنغونډه جوړه شوه چې په کې بن کنفرانس په هېواد کې د بدمرغیو پیل وګڼل شو؛ ځکه د افغان ولس غوښتنو او وړاندیزونو ته په کې ځای نه و ورکړل شوی.
دا څېړنغونډه د کندهار پوهنتون د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه چې د پوهنتون استادانو، دیني عالمانو، محصلانو او نورو ګډون په کې کړی و.
په غونډه کې د بن کنفرانس په اړه ویناوې او مقالې وړاندې شوې چې په دې لړ کې شاعر، لیکوال او د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني وزیر عبدالباري جهاني، د پوهنې پخواني وزیر فاروق اعظم او یو شمېر نورو پوهانو هم خپلې مقالې رالېږلې وې.
ګڼو ویناوالو په خپلو ویناوو او مقالو کې وویل چې د بن کنفرانس د هېواد د بدبختۍ پیل و؛ ځکه د افغان ولس غوښتنو او وړاندیزونو ته په کې ځای نه و ورکړل شوی، بلکې یوه ځانګړې طبقه واک ته رسول شوې وه.
ډاکټر فاروق اعظم په خپله مقاله کې ویلي وو چې بهرنیانو له بن کنفرانس وروسته په افغانستان کې داسې یو حکومت جوړ کړ چې په هیڅ توګه ملي او د افغانانو له غوښتنو سره سم نه و.
هغه زیاته کړه، امریکا او نړیوالو د دغه حکومت په چوکاټ کې داسې کسان واک ته رسولي وو چې له شخصي ګټو، فساد، ظلم او تنظیمي اهدافو پرته یې د بل څه په اړه فکر نه کاوه.
د لیکوال او شاعر عبدالباري جهاني په مقاله کې له ۲۰۰۱ زېږدیز کال را وروسته ټولو پېښو ته د یوې دسیسې په سترګه کتل شوي و.
دغه مقاله چې د کندهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد عطاءالله محمدي له خوا واورول شوه، په کې یادونه شوې وه چې د امریکا پر ودانیو بریدونه عربو وکړل خو سزا یې افغانانو ته ورکړل شوه.
هغه وویل، دا د بن کنفرانس پایله وه چې هغه مهال لومړی په شمال کې په زرګونو تسلیم شوي طالبان او وروسته بیا لسګونه زره نور پښتانه په یو او بل نوم ووژل شول او یا له ستونزو او کړاوونو سره مخ شول.
غونډې ته دیني عالم مولوي عنایت الله وویل، امریکا او نور ډېری هېوادونه هڅه کوي افغانان له هره اړخه وځپي چې په دې لړ کې بیا اوس مهال د افغانستان اسلامي امارت ته ستونزې جوړوي.
ده ټینګار وکړ چې افغانان باید په تعلیمي برخه کې له نړۍ سره ځانونه سیالان کړي څو د نړۍ له احتیاجه خلاص شي.
هغه دغه راز د پوهنتونونو پر بېرته پرانیستلو هم ټينګار وکړ او له مسوولینو یې وغوښتل چې نور په دې برخه کې ځنډ و نه کړي.
دغه راز د غونډې یو شمېر ویناوالو بیا د اسلامي امارت پر مسوولینو غږ وکړ چې له نړیوالو سره په نرمه ژبه خبرې وکړي، د هغوی مشروع غوښتنې ومني، اړیکې ورسره جوړې کړي څو افغانستان او افغانان نور له ستونزو سره مخ نه شي.
د څېړنغونډې په پای کې د یوه پرېکړه لیک په بڼه له اسلامي امارته ځینې غوښتنې وشوې چې د کندهار پوهنتون د حقوقو پوهنځي د استاد پوهنیار حکمت الله ملکي له خوا واورول شوې.
له اسلامي امارت څخه غوښتنه وشوه چې په کور دننه مشروعیت لپاره لویه جرګه یا دې د علماوو یوه شورا را وغواړي څو د بهرنیو هېوادونو دا پلمه ختمه شي چې ګواکې تاسې مشروعیت نه لرئ.
دغه راز ټینګار وشو چې اسلامي امارت دې د بهرنیو هېوادونو او ځینو سازمانونو له خوا د ټولګډون حکومت هغه غوښتنه نه مني چې غواړي پخوانۍ ډلې، قومي ټیکه داران او جنګسالاران په واک کې شریک شي او بیا د قدرت جزیرې جوړې شي.
په پرېکړه لیک کې امارت ته وړاندیز شوی چې په مسلکې برخو کې داسې کدرونه وګوماري چې پاک او رښتیني وي او ملي ګټې ورته ارزښت ولري.
له اسلامي امارته غوښتنه شوې چې داسې بهرنۍ پالیسې جوړه او عملي کړي څو له مخې یې له ګاونډیو او نورو هېوادونو سره په اړیکو کې توازن وساتل شي او په دې توګه افغانستان خپل استقلالیت خوندي کړي.
دغه راز ټینګار وشو چې امارت دې خپلې ټولې کورنۍ، بهرنۍ، سیاسي او اقتصادي پالیسۍ له پوهنتونونو او اکاډمیکو مرکزونو سره په همغږۍ جوړې کړي څو د هغو مخنیوی وشي چې سیاسي، قومي، ژبني او نورو اختلافاتو ته لمن وهي.
امارت ته وړاندیز وشو څو د سالمو نیوکو اورېدو زغم ولري، دا به د دې لامل شي چې مسلکي اشخاص، ګوندونه خپل وړاندیزونه او نیوکې وکړي او دوی یې له مخې اصلاحات راولي.
په پرېکړه لیک کې یو لړ نور وړاندیزونه هم شوي وو او ټینګار شوی و چې له مسلکي او په کار پوه اشخاصو داسې طرحې وغوښتل شي چې په پلي کولو سره یې په خپله نړۍ هم له افغانستان سره ښو اړیکو پاللو ته لېواله شي.
Views: 67
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP