ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مرکزي بانک ۱،۷ میلیارده افغانۍ زاړه بانکنوټونه له منځه یووړل

مرکزي بانک ۱،۷ میلیارده افغانۍ زاړه بانکنوټونه له منځه یووړل

author avatar
30 Dec 2021 - 15:24
مرکزي بانک ۱،۷ میلیارده افغانۍ زاړه بانکنوټونه له منځه یووړل
آرشیف
author avatar
30 Dec 2021 - 15:24

کابل (پژواک، ۹ مرغومی ۱۴۰۰): مرکزي بانک وایي چې په ۱۴۰۰ مالي کال کې یې ۱،۷ میلیارده زاړه بانکنونه راټول کړي او له منځه یې وړي دي.

د یاد بانک ویاند حیسب نوري د مرغومي په ۷مه د دغه مطلب په څرګندولو سره ویلي چې د زړو بانکنوټونو راټولولو دوام لري.

دغه راز نوري ویلي چې خلک باید د افغانیو بانکنوټونو ساتنې ته ډېره پاملرنه وکړي.

په کابل کې زاړه بانکنوټونه  ډېر شوي  او د خلکو له نیوکو سره مخ شوي دي.

د کابل اوسېدونکي وایي چې په دې وروستیو کې افغانۍ ډېرې زړې شوې او په ورځنیو معاملاتو کې یې  ورته ستونزې پیدا کړې دي.

Visits: 44

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.