ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان امنیتي ځواکونو نیمروز کې د پاکستان د اغزن سیم غځولو مخنیوی کړی

افغان امنیتي ځواکونو نیمروز کې د پاکستان د اغزن سیم غځولو مخنیوی کړی

author avatar
31 Dec 2021 - 11:25
افغان امنیتي ځواکونو نیمروز کې د پاکستان د اغزن سیم غځولو مخنیوی کړی
author avatar
31 Dec 2021 - 11:25

زرنج (پژواک، ۱۰مرغومی ۱۴۰۰): په نیمروز کې یوه سرچینه وایي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په یوه اړونده سیمه کې د پاکستانیو ځواکونو له لوري د اغزن تار د غځولو مخنیوی کړی دی.

د نیمروز ولایت یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي پژواک اژانس ته وویل چې تېره ورځ پاکستانیو ځواکونو هوډ درلود چې ددغه ولایت د چهاربرجک ولسوالۍ په دک سیمه کې اغزن تار و غځوي.

هغه زیاته کړه چې له دقیقې اطلاع وروسته امنیتي او سرحدي ځواکونه یادې ولسوالۍ ته لاړل او لاس په کار شول.

سرچینې وویل چې پاکستاني ځواکونه په یاده سیمه کې له ۱۰تر ۱۵کیلومتره د افغانستان خاورې ته راننوتلي وو او هوډ یې درلود چې په یاده سیمه کې نظامي قرارګاه جوړه کړي، خو د امنیتي ځواکونو له لوري یې د اغزن تار د غځولو مخنیوی وشو.

سرچینه وایي چې د پاکستانیو ځواکونو اغزن تارونه او وسایل د افغان امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د نیمروز د مسوولینو نظر واخلي خو هغوی د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.

Visits: 1599

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.