مزارشريف (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۰): د بلخ ولايت د پوهنې رييس وايي چې په دغه ولايت کې ۷۵۲ ښوونځي د شاوخوا شپږ سوه زره نارينه او ښځينه زده کوونکو پر مخ پرانيستي دي.
هغه هيله مندي وښوده چې په نوي تعليمي کال کې به په ټول افغانستان کې د ښځينه زده کوونکو د زده کړو پر وړاندې پراته خنډونه حل شي.
د بلخ د پوهنې رييس مولوي عبدالجليل شهيدخېل دغه څرګندونې مزارشريف کې د افغان – ترک لېسې د ۷۴ تنو زده کوونکو په فراغت غونډه کې وکړې.
بلخ کې د افغان – ترک لېسې مدير محمد نعيم فروتن پژواک ته وويل چې د ترکيې حکومت ته د افغان ترک ښوونځيو د مسووليت تر سپارلو وروسته دا درېیمه دوره ده چې له دغه ښوونځي ۷۴ تنه زده کوونکي فارغېږي.
هغه زياته کړه چې دغو زده کوونکو تر دوولسم ټولګي پورې په لوړ معيار او ښه کيفيت زده کړې کړي او تمه يې وښوده چې د کانکور له لارې به په اسانۍ سره د خپلې خوښې پوهنځيو ته بریالي شي.
هغه وويل چې له دغه ښوونځي څخه په تېرو دوه دورو کې هم ۱۵۰ زده کوونکي فارغ شوي وو چې نږدې سل تنه يې د لوړو زده کړو لپاره ترکيې ته استول شوي وو.
فروتن زياته کړه چې نوي فارغ شوي زده کوونکي به څو مياشتې د کانکور ازموينې لپاره د چمتووالي زده کړې کوي او له هغه وروسته به يې زياته فيصدي ترکيې ته د زده کړو لپاره لېږل کېږي او نور به یې همدلته په پوهنتونونو کې خپلې زده کړې کوي.
په مزار کې د افغان – ترک لېسې مدير زياتوي چې په روان ۲۰۲۲ زېږديز کال کې به هم د کندهار، هرات، کابل، مزار، جلال اباد او شبرغان له افغان ترک ښوونځيو څخه يو شمېر زده کوونکي د لوړو زده کړو لپاره ترکيې ته واستول شي.
احمد الهام د مزارشریف اوسېدونکی دی چې تازه د افغان – ترک لېسې له دوولسم ټولګي څخه فارغ شوی دی.
نوموړي پژواک ته وویل چې دغه ښوونځي کې يې د زده کړو تر څنګ د عملي تعليم لپاره مجهز لابراتوار او کتابتون ته هم لاسرسی درلوده.
هغه هيله من دی، چې زمينه به ورته برابره شي څو خپلې پاتې لوړې زده کړې په ترکيه کې ترسره کړي.
په ورته مهال بيا د بلخ د پوهنې رييس مولوي عبدالجليل شهيدخېل له افغانستان سره په تعليمي برخه کې د ترکيې هېواد له مرستې مننه وکړه ويې ويل چې حکومت ټولو افغانانو ته د زده کړو د خوندي چاپېريال د برابرولو لپاره ژمن دی.
هغه زياته کړه چې بلخ ولايت کې دمګړۍ ۷۵۲ ښوونځي د شاوخوا شپږسوه زره ښځينه او نارينه زده کوونکو پر مخ پرانيستي دي، چې د نږدې پنځلس زره ښوونکو له خوا تدريس په کې کېږي.
د پوهنې رييس زياتوي چې بلخ ولايت کې له نيول کېدو سره سم د نجونو او هلکانو پر مخ ټول ښوونځي پرانيستي وساتل شول.
هغه هيله څرګنده کړه چې نوي تعليمي کال کې به په ټول افغانستان کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې پراته خنډونه حل شي او په پاتې ولايتونو کې به هم ښوونځي پرانيستل شي.
د مولوي شهيدخېل په وينا، پوهنې وزارت په دې برخه کې جدي هڅې پيل کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP