Language

په کابل ښار کې چاودنه شوې، خو مرګ ژوبله نه لري

کابل (پژواک، ۱۳ مرغومی ۱۴۰۰): د کابل ښار له يوولسمې امنیتی حوزې سره نږدې، د یو ماین چاودنه شوې، خو مالي او ځاني زيان يې نه دی اړولی.

د کورنيو چارو وزارت د ویاند مرستیال عقیل جان عازم وايي: «نن سهار مهال د کابل ښار له يوولسمې حوزې سره نږدې، د یو ماین له امله يوه کوچنۍ چاودنه رامنځته ته شوې، چې لله الحمد هیڅ کوم مالي يا ځاني زیان نه لري.»

دی زیاتوي، د امنيتي ځواکونو له لوري ياده پېښه تر څېړنې لاندې ده.

د یادې حوزې مشر مولوي نصير احمد احمدي هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار شاوخوا شپږ بجې د حوزې مخې ته ځای پر ځای شوي ماين چادونه کړې، خو مالي يا ځاني زیان نه لري.