کابل (پژواک،۱۳ مرغومی ۱۴۰۰): د کډوالو نړیوال سازمان ( IOM ) د راپورونو له مخې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې تر ۱،۱ میلیون ډېر افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه بېرته هېواد ته را ستانه شوي دي.
د یاد را پور له مخې په ټوله کې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې کابو ۱۱۴۶۷۵۰هغه افغانان چې مدرک یې نه درلود بېرته هېواد ته را ستانه شوي،له دې ډلې یو میلیون او ۱۲۷ زره له ایران او څه د پاسه ۱۹ زره له پاکستان راستانه شوي دي.
دغه راز د یاد سازمان د راپور له مخې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د ننه شاوخوا ۶۷۰ زره کسان د جګړې، او طبیعي پېښو له امله له خپلو اصلي استوګنځيو بېځایه شوي دي.
په یاد را پور کې راغلي چې ډېری دغو خلکو پاکستان او ایران کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنري وایي، د ۲۰۲۱ کال له پیل څخه تر اوسه ایران ته د افغانانو کډوالي زیاته شوې ده او لږ تر لږه ۵۰۰ زره خلک له افغانستان څخه ایران ته کډوال شوي دي.
دغه راز د کډوالو نړیوال سازمان هم په ۲۰۲۱ میلادي کال کې شاوخوا ۶۹۰زره داخلي بېځایه شوو، له ایران، پاکستان او کوربه هېواد څخه د بېرته راستنېدونکو لپاره د اړتیا وړ مرستې برابرې کړې دي.
دغه سازمان ویلي چې داخلي بېځایه شوو او بیرته راستنېدونکو ته د رسېدنې لپاره ۱۰۷ میلیون او ۳۴۵ زره امریکایي ډالر بودجې ته اړتیا ده چې تر اوسه ۱۹ میلیونه برابر شوي او پاتې نور یې لا نه دي تمویل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د نوي حکومت په راتلو سره د قانوني او غیر قانوني کډوالو شمېر ډېر شوي دي.
Views: 63
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن