ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د پاسپورټ لپاره د غوښتنلیکونو اخیستو پروسه تر نامعلومې مودې ودرول شوه

غزني کې د پاسپورټ لپاره د غوښتنلیکونو اخیستو پروسه تر نامعلومې مودې ودرول شوه

author avatar
5 Jan 2022 - 15:33
غزني کې د پاسپورټ لپاره د غوښتنلیکونو اخیستو پروسه تر نامعلومې مودې ودرول شوه
author avatar
5 Jan 2022 - 15:33

غزني (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۰): په غزني کې د پاسپورټ مدیریت وايي، سر له ننه یې د پاسپورټونو لپاره د نوو غوښتنلیکونو اخیستل ځنډولي دي.

د یاد مدیریت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مخکنیو غوښتنلیکونو ته د رسېدنې او د پاسپورټونو په وېش کې د ستونزې نه رامنځته کېدو لپاره د څه وخت لپاره نورې عریضې نه مني.

په خبرپاڼه کې له خلکو غوښتل شوي چې له همدې امله دې تر دویمې خبرتیا دغې ادارې ته مراجعه نه کوي.

دغه راز په خبرپاڼه کې یادونه شوې چې د ورسپارل شوو عریضو د مراحلو له طی کولو وروسته به یاده پروسه بېرته په عادي بڼه پیل کړي.

هڅه وشوه چې په دې اړه د غزني د پاسپورټ د مدیر نظر ولرو، خو اړیکه ورسره ټینګه نه شوه.

د پاسپورټونو د وېش چارو ځنډولو دغه خبر د غزني اوسېدونکي خواشیني کړي او د بېرته ژر پیلېدو غوښتنه یې کوي.

د غزني د اجرستان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد خان پژواک اژانس ته وویل، اوونۍ کېږي چې له دې ولسوالۍ غزني ښار ته د پاسپورټ اخیستلو لپاره راغلی دی.

هغه زیاته کړه: ((زموږ ولسوالي له غزني ښاره ۲۰۰ کیلومتره لرې ده، واورو ټولې لارې تړلې دي، بېرته ولسوالۍ ته هم نه شم تلای، مجبور یم په ښار کې ورته واړوم.))

نوموړی د پاسپورټ مدیریت له چارواکو غوښتنه کوي چې د خلکو ستونزې په پام کې ونیسي او د پاسپورټونو ورکړې چارې بېرته پیل کړي.

د غزني یو شمېر اوسېدونکي بیا د نوبت پر مراعاتولو ټینګار کوي او وايي، که خلکو نوبت مراعاتولای او ګڼه ګوڼه یې نه جوړولای، نو د پاسپورټونو د وېش بهیر به نه درېده.

د غزني ښار اوسېدونکی عارف وايي، د پاسپورټ اخیستلو لپاره یې اړوندې چارې په درېیو اوونیو کې بشپړې کړې او اوس د پاسپورټ اخیستو ته په تمه دی.

دا په داسې حال کې ده چې د غزني د پاسپورټ مدیر محمد طاهر محمودي څو ورځې مخکې رسنیو ته ویلي وو چې هره ورځ د ۳۰۰ تر ۳۵۰ کسانو کارونه خلاصوي.

د یادونې ده، په غزني کې د پاسپورټونو د وېش چارې له اوږده ځنډ وروسته څه باندې یوه میاشت مخکې پیل شوې او اوس یو ځل بیا ودرېدې.

Views: 72

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.