ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

واورو او سېلابونو په افغانستان کې ۳۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

واورو او سېلابونو په افغانستان کې ۳۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

author avatar
6 Jan 2022 - 11:22
واورو او سېلابونو په افغانستان کې ۳۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
ارشیف
author avatar
6 Jan 2022 - 11:22

کابل (پژواک، ۱۶ مرغومی ۱۴۰۰): په افغانستان کې وروستیو واورو او سېلابونو ۳۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او اړوندو وزارتونو ته امر شوی چې د وروستیو اورښتونو له امله زیانمن شوو خلکو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.

د راپورونو له مخې، په تېرو درېیو ورځو کې نږدې په ټول هېواد کې درنې وارورې اورېدلې او په هلمند، نیمروز، فراه، ننګرهار، بدخشان، جوزجان، تخار، کندهار او کابل ولایتونو کې سېلابونه راغلي دي.

د بېړنیو حالاتو وزارت چارواکو د باختر دولتي اژانس ته ویلي چې د واورو ښویېدنو او سېلابونو له امله ۱۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او لږ تر لږه ۲۳ نور ټپیان دي.

سرچینه زیاتوي چې د یاد وزارت کارکوونکو د نورو بنسټونو او عامو خلکو په مرسته په واورو او سېلاونو کې بند پاتې لسګونه کسان ژغورلي دي.

سرچینه لیکي چې تېره ورځ د رییس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د پېښو پر وړاندې د مبارزې کمېسیون غونډه وکړه.

سرچينه زیاتوي چې ملا برادر د کمېسیون اړوندو وزارتونو او ادارو ته امر وکړ چې د وروستیو اورښتونو له امله زیانمن شوو خلکو ته بېړنۍ مرستې ورسوي او په راتلونکي کې دې د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو پر مهال هېوادوالو ته د مرستو رسولو لپاره پوره چمتووالی ولري.

Views: 124

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.