فیروزه کوه (پژواک، ۱۷مرغومې ۱۴۰۰): د غور ولايت چارواکي وايي چې څلور کسان يې د ياد ولايت مرکز اړوند د سرو زرو يوه کان کې، د کان کيندنې په تور نيولي دي.
د غور د اطلاعاتو او فرهنگ رئیس مولوي عبدالحی زعیم وايي چې دغه کسان د بهاري کلي سرو زرو کان کې د خپلسرو کيندنو په تړاو نيول شوي او تر تعقيب لاندې دي.
سرچينه وايي نيول شوي کسان دوه د هرات او دوه نور د غور اوسېدونکي دي چې تر ځمکې لاندې کانونو د کشف يوه دستګاه، يو فلانکوچ ډوله موټر او يو برقي څوټک هم ترې ترلاسه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP