ژبه

غور کې د سرو زرو کان کيندنې په تړاو څلور کسان نيول شوي

فیروزه کوه (پژواک، ۱۷مرغومې ۱۴۰۰): د غور ولايت چارواکي وايي چې څلور کسان يې د ياد ولايت مرکز اړوند د سرو زرو يوه کان کې، د کان کيندنې په تور نيولي دي.

د غور د اطلاعاتو او فرهنگ رئیس مولوي عبدالحی زعیم وايي چې دغه کسان د بهاري کلي سرو زرو کان کې د خپلسرو کيندنو په  تړاو نيول شوي او تر تعقيب لاندې دي.

سرچينه وايي نيول شوي کسان دوه د هرات او دوه نور د غور اوسېدونکي دي چې تر ځمکې لاندې کانونو د کشف يوه دستګاه، يو فلانکوچ ډوله موټر او يو برقي څوټک هم ترې ترلاسه شوي دي.

ورته موضوع