ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې د ډيورنډ فرضي کرښې صفري نقطو ته څېرمه لسګونه امنيتي پوستې جوړېږي

author avatar
8 Jan 2022 - 16:38
author avatar
8 Jan 2022 - 16:38

اسعداباد (پژواک،۱۸مرغومی ۱۴۰۰): په ختيځ کې د لومړۍ سرحدي لوا قوماندان کونړ ولایت کې د ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د ۳۲ امنيتي پوستو جوړېدو د چارو پيلېدو خبر ورکړ.

په ختیځ کې د سرحدي لوا قوماندان مولوي ثناالله سنګین د مرغومي په ۱۸ مه پژواک ته وویل چې دغه نوې امنیتي پوستې د ډیورنډ فرضي کرښې صفري نقطو کې د کونړ په شلتن، مرورې، اسمار، دانګام او ناړۍ ولسوالیو کې جوړېږي.

نوموړی وایي، کونړ ته یې د یوه پلاوي په ملتیا د خپل سفر پرمهال د ډیورنډ فرضي کرښې ته له څېرمو سیمو لیدنه کړې او له دقیقې ارزونې وروسته یې په ستراتېژیکو نقطو کې د ۳۲ نویو امنیتي پوستو د جوړلو چارې پیل کړې دي.

د نوموړي په وینا، یادې امنیتي پوستې د دفاع وزارت په مالي لګښت د ځايي اوسېدونکو په مرسته جوړېږي.

هغه وایي، هیچاته به اجازه ور نه کړي چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې افغان اړخ ته نظامي تاسیسات جوړ کړي.

سنګین دغه راز وويل چې د خپلې خاورې د ښې ساتنې په موخه به د کرښې په اوږدو کې د نظامي ځواکونو شمېر زيات کړي.

هغه زیاتوي چې له دې وروسته که پاکستاني ځواکونه پر کونړ راکټي بريد وکړي، بې ځوابه به نه پاتې کېږي.

د کونړ والي محمد قاسم خالد هم پژواک ته په ياد ولايت کې د ډیورنډ فرضي کرښې صفري نقطو کې د نويو امنيتي پوستو جوړولو خبر تاييد کړ.

والي زیاتوي چې د یوه ګډ پلاوي له ارزونې وروسته د پوستو جوړېدو لپاره پرېکړه شوې او په صفري نقطو کې یې ځایونه په نښه شوي دي.

خو والي د پوستو د شمېر او سیمو په اړه معلومات ورنه کړل.

Views: 1265

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.