ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان له هوايي حریمه تېرېدونکې الوتنې اووه برابره کمې شوې دي

د افغانستان له هوايي حریمه تېرېدونکې الوتنې اووه برابره کمې شوې دي

author avatar
8 Jan 2022 - 17:35
د افغانستان له هوايي حریمه تېرېدونکې الوتنې اووه برابره کمې شوې دي
author avatar
8 Jan 2022 - 17:35

کابل(پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۰): د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت خبر ورکړی چې د تېرو شپږو میاشتو په پرتله له کابل هوايي ډګره الوتنې ډېرې شوې، خو وايي چې د افغانستان له فضا تېرېدونکې الوتنې اووه سلنه کمې شوې دي.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د عامه اړیکو ویاند او امر امام الدین احمدي له پژواک سره د ځانګړو خبرو پر مهال وویل چې د روان کال په پیل کې د کرونا ویروس د خپرېدو او ورپسې هېواد کې د سیاسي بدلونونو له امله د هېواد له هوايي ډګرونو په ځانګړې توګه کابل هوايي ډګره کورنۍ او بهرنۍ الوتنې بندې شوې وې.

هغه زیاتوي چې د تېر نظام پر مهال له کابل هوايي ډګره هره ورځ نږدې پنځه الوتنې ترسره کېدې چې ډېری یې کورنۍ الوتنې وې، خو تر تازه بیا رغونې وروسته اوس یادې الوتنې۲۰ ته ډېرې شوې دي.

هغه زیاته کړه: ((یوه ورځ کې له ۱۵ تر ۲۰ کورنۍ او بهرنۍ الوتنې ترسره کېږي چې شاوخوا درې یا څلور یې کورنۍ او پاتې نورې بهرنۍ الوتنې دي، ډېری دغه الوتنې ترکیې، پاکستان، ایران او عربي متحده اماراتو ته ترسره کېږي.))

احمدي روښانه کړه: ((د اسلامي امارت تر واک ته رسېدو وروسته کابل هوايي ډګر څو ورځې فعالیت نه درلود، خو د تخریب شوو برخو تر بیارغونې وروسته یې بېرته فعالیت پیل کړ.))

سرچینه په دې اړه چې د تېر نظام تر سقوط مخکې له دې هوايي ډګره هره ورځ څو الوتنې ترسره کېدې معلومات ور نه کړل.

نوموړي وویل: ((د اریانا هوايي شرکت الوتکې هره ورځ دوبۍ ته دوه الوتنې لري او مسافر بېرته لېږدوي. په همدې ډول د تګ او راتګ الوتنې دوام لري. په ورته وخت کې هغه کسان چې قانوني اسناد لري او راځي اصلا کومه ستونزه نه لري.))

هغه زیاته کړه، ځینو هېوادونو لکه عربستان او قطر ته د چارتر الوتنې ترسره کېږي او کارګو چین ته اوونیزې الوتنې ترسره کوي چې وچه مېوه او سوداګریز توکي لېږدوي.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند خپلو خبرو کې د هېواد فضايي حریم ته اشاره وکړه او وویل: ((مخکې د افغانستان له فضا هره ورځ له ۳۰۰ تر ۳۵۰ عبوري الوتنې ترسره کېدي خو اوس دغه شمېر ۵۰ الوتنو ته کم شوی دی.))

نوموړي زیاته کړه: ((د هوايي ډګر حریم په اړه یوه تړون ته اړتیا لرو چې اوس مهال یې د قطر او ترکیې ټېمونو له ګډو غړو سره خبرې پیل کړې څو خدمات ۲۴ ساعته او د الوتنو کچه لوړه شي.))

هغه وايي چې د هوايي چلند له نړیوال سازمان (ایکو) سره یې اړیکه نیولې، هڅه کوي د فضايي حریم د خوندیتوب لپاره له یوه مشهور نړیوال شرکت سره د هوايي حریم مدیریت تړون لاسلیک کړي.

سرچینې روښانه کړه چې د افغانستان د فضايي حریم د خوندیتوب لپاره هڅې دوام لري.

هغه دې ته په اشاره چې د مخکني نظام تر سقوط وروسته بهرنیو ځواکونو د افغانستان هوايي حریم نظامي اعلان کړ زیاته کړه: ((موږ هڅه وکړه دغه حریم ملکي کړو، خو افغانستان تر اوسه د هوايي حریم خدمات نه لري او د بېرته فعالېدو لپاره یې تړون ته اړتیا لرو.))

د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د ویاند خبرې تایید کړې او ویې ویل: ((هوايي ډګر هر ډول الوتنو ته تیار دی او هیڅ ستونزه نه لري.))

هغه زیاته کړه چې د کابل نړیوال هوايي ډګر مسوولیت د افغانانو لاس کې دی، فني او تخنیکي مسوولیت یې د قطر او ترکیې هېوادونو پر غاړه دی.

ده وویل، راتلونکي کې هم هېڅ تصمیم نه لري چې د هوايي ډګر مسوولیت بل هېواد یا بنسټ ته وسپاري او زیاته یې کړه: ((موږ هڅه وکړه چې هوايي شرکتونو ته د هر ډول الوتنو زمینه برابره کړو.))

د راپورونو له مخې، د روان کال د وږي په ۱۳ مه د کابل هوايي ډګر بېرته پرانیستل شو او د تلې په دویمه حکومت اعلان وکړ چې د دغه هوايي ډګر ټولې ستونزې یې حل کړې او یو ځل بیا الوتنو ته تیار شوی دی.

Views: 82

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.