Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کندهار ښار کې د څښاک اوبو د یوې پروژې کار پیل شو

کندهار (پژواک، ۲۰ مرغومی۱۴۰۰): په کندهار ښار کې د یونیسف ادارې د ۱۰،۷ میلیونه افغانیو په لګښت خلکو ته د څښاک پاکو اوبو برابرولو د یوې پروژې کار پیل شو.

د څښاک اوبو رسولو دغه شبکه د کندهار ښار د دویمې ناحیې اړوند د زاړه قول اردو په سیمه کې جوړېږي چې د کار د پیل په مراسمو کې یې مرستیال والي مولوي حیات الله مبارک، د کلیو د پراختیا او بیارغونې رییس انجنیر محمود، د یونیسف د استازي انجنیر محمد عیسی او یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی وو.

د کلیو د پراختیا او بیارغونې رییس انجنیر محمود وویل، پر دې پروژه ۱۰،۷ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د یونیسف ادارې له خوا ورکول کېږي.

هغه وایي، په دې پروژه کې لومړی د برمې او جنراتور لپاره ودانۍ جوړېږي، وروسته برمه وهل کېږي چې اوبه به یې د نهمې ناحیې لومړۍ برخې ته ورسول شي.

ده زیاته کړه، په دې پروژه کې د نهمې ناحیې اړوند د څښاک اوبو د ځینو شبکو ترمیمکاري هم شامله ده او هغه شبکې به هم له دې نوې شبکې سره وصل شي څو د اوبو اندازه زیاته شي.

د ده په خبره، دغه پروژه چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست او اوبو رسولو ادارې په ګډه همکاري پلې کېږي، په بشپړېدو سره به یې ۱۳ زره ۲۲۰ کسانو ته د څښاک صحي اوبه برابرې شي.

د کندهار مرستیال والي مولوي حیات الله مبارک د دې پروژې پيل د خلکو لپاره یو ښه زیری وباله او له یونیسف څخه یې مننه وکړه چې له افغانانو سره په بېلابیلو برخو کې مرستې او همکاري کوي.

ده پر نورو موسساتو هم غږ وکړ چې له افغانانو سره په دې سخت وخت کې مرستې وکړي او په بېلابېلو برخو کې یې اړتیاوې پوره کړي.

د کندهار ښار د دویمې ناحیې اوسېدونکي خوشحاله دي چې د څښاک د پاکو اوبو اسانتیاوې ورته برابرېږي.

د دې سیمې یوه اوسېدونکي محمد ناصر پژواک ته وویل، د دغې ناحیې ټولو اوسېدونکو د څښاک اوبو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ و چې د دې شبکې له جوړېدو سره به حل شي.

هغه غوښتنه وکړه چې د دغې پروژې چارې دې په ټاکلې موده کې په معیاري بڼه ترسره شي.

په کندهار کې که څه هم اوس مهال د ښار ځينو ناحیو ته د نلونو په وسیله د څښاک اوبه رسول کېږي، خو خلک یې د وېش له نامنظمو چارو او ځنډ څخه شکایت کوي.

خلک وايي، اوبه پر وخت نه ور رسېږي او د دوی اړتیاوې نه پوره کوي ځکه نو اړ دي چې اوبه په پيسو واخلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.