کابل (پژواک، ۲۱ مرغومی ۱۴۰۰): د افغانستان کابینې هېواد ته د بې کیفیته سون او نورو توکو واردول په مطلق ډول ممنوع اعلان کړل او پرېکړه یې وکړه چې له دې وروسته به مالي کال د پخوا په څېر د وري له لومړۍ نېټې پیلیږي.
د چارو ادارې خبرپاڼې له مخې، د افغانستان کابینې په خپله نننۍ ناسته کې د بې کیفیته تېلو، ګازو، کوډ او نورو غیر معیاري توکو را واردول په قطعي ډول منع کړل، ټینګار یې وکړ چې د غیر معیاري توکو له را واردوونکو سره به سخت چلند وشي.
له ۱۳۹۰ کال راهیسې د افغانستان مالي کال د مرغومي له لومړۍ نېټې پیلېده، خو کابینې نن پرېکړې کړې چې نور به مالي کال د وري له لومړۍ نېټې پیلیږي.
سرچینه زیاتوي چې کابینې د روان کال د پاتې درېیو میاشتو( مرغومي، سلواغه او کب) لپاره د مالیې وزارت له خوا چمتو شوې ضمیمې بودیجه طرحه پرته له کوم بدلونه تصویب کړه.
Views: 167
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن