ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې له ۱۸۰۰ کورنیو سره د مرستې کولو بهير پيل شو

په هلمند کې له ۱۸۰۰ کورنیو سره د مرستې کولو بهير پيل شو

author avatar
15 Jan 2022 - 17:36
په هلمند کې له ۱۸۰۰ کورنیو سره د مرستې کولو بهير پيل شو
author avatar
15 Jan 2022 - 17:36

لښکرګاه ( پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۰): د هلمنمد ولايت د بېلا بېلو سيمو له ۱۸۰۰ بې ځايه شويو او بې وزلو کورنیو سره د کډوالو چارو نړيوالې ادارې (آی او ایم) له خوا د مرستې کولو بهير پيل شو.

د هلمند د کډوالو چارو رییس الله داد انقیادي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه مرستې په واشېر، سنګین او ځینو نورو ولسوالیو کې پر مستحقو کورنيو وېشل کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې هرې کورنۍ ته دوه سوه ډالر نغدي مرسته او البسه ورکول کېږي.

هغه ونه ويل چې په البسه کې کوم توکي شامل دي، خو زياته يې کړه چې د يادو کورنيو لپاره مخکې له مخکې سروې ترسره شوې وه او یادې کورنۍ په شفاف ډول انتخاب شوې دي.

په دې اړه د سنګین ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عصمت الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوی ډېرې مالي ستونزې لري، خو ياده مرسته به يې لومړنۍ ستونزې حل کړي.

د يادونې ده چې له دې وړاندې هم د هلمند د مرکز لښکرګاه په ګډون د مارجې، نادعلي، واشېر او سنګین ولسوالیو له زرګونو کورنیو سره هم د پيسو او د کور د وسايلو مرستې شوې وې.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.