مهترلام (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۰): د لغمان ولايت ګڼ شمېر معلولينو د دغه ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د لاريون پر مهال له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې پيسې دې ازادې کړي.
دوی دغه راز له طالبانو وغوښتل چې د دوی حقونه دې لکه د تېر حکومت په څېر ورکړي او په هېواد کې له فعالو خيريه ټولنو او مرستندويه موسسو يې وغوښتل چې د معلولينو لاسنيوی دې وکړي.
دا معلولين چې شمېر يې شاوخوا درېيو سوو کسانو ته رسېده، نن (د مرغومي ۲۶مه) د مهترلام ښار اړوند له سراج کلا سيمې يې لاريون پيل کړ او د يوه ساعت لپاره د ښار په مختلفو واټونو کې وګرځېدل.
د لغمان ولايت د معلولينو اتحاديې مشر رييس خان کوهستاني وويل چې له دغه لاريونه يې موخه د خپلو حقونو ترلاسه کول دي.
هغه زياته کړه چې نړيواله ټولنه دې د افغانستان کنګل شوې پيسې ازادې کړي او حکومت دې پر رسميت وپېژني؛ ځکه دا ټولشمول حکومت دی، د هر ولايت، هر قوم، هرې ژبې او هرې سيمې خلکو ته په کې ځای ورکړل شوی دی.
د لاريون يو بل ګډونوال او د لغمان ولايت د معلولينو اتحاديې مرستيال علي اکبر حيدري هم وويل چې نړيواله ټولنه بايد د افغانانو د ستونزو په حل کې همکاري وکړي.
هغه زياته کړه: ((زموږ د لاريون هدف دا دى، کومې پيسې چې کنګل شوې، بايد ازاد کړاى شي؛ ځکه په دغو پيسو کې د افغانستان د کونډو او يتيمانو حقونه دي.))
دغه راز ګڼ شمېر نورو معلولينو هم ورته څرګندونې وکړې او له نړۍوالې ټولنې يې غوښتنه وکړه چې د افغانستان پيسې ازادې کړي او حکومت يې پر رسميت وپېژني.
له دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ورته لاريونونه ترسره شوي او دغه شان غوښتنې په کې مطرح شوې دي خو تر اوسه د افغانستان د کنګل شوو پيسو د ازادېدو لپاره کوم اقدام نه دى شوى.
د يادونې ده، د پخواني حکومت له سقوط وروسته د امريکا متحده ايالتونو د افغانستان شاوخوا لس ميليارده پانګه کنګل کړې ده.
Views: 189
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن