کابل (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۰): چارواکي وایي، د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند په ټایمني سيمه کې پنځه غله له تومانچو سره نیول شوي دي.
د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دغو څرګندونو ترڅنګ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې مجرمین په جدي ډول تر تعقیب لاندې دي.
دا په داسې حال کې ده چې څلور ورځې مخکې هم د کابل ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د موټرو د غلو یوه نهه کسیزه ډله ونیول شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP