ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې له سلګونو بې وزله کورنیو سره نغدي مرستې وشوې

په کابل کې له سلګونو بې وزله کورنیو سره نغدي مرستې وشوې

author avatar
17 Jan 2022 - 17:59
په کابل کې له سلګونو بې وزله کورنیو سره نغدي مرستې وشوې
author avatar
17 Jan 2022 - 17:59

کابل (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۰ ): د کابل د ګډوالو چارو ریاست مسوولین وایي چې د سکانو او هندوانو په ګډون له پنځو سوو بې وزلو کورنیو سره نغدي مرستې ترسره شوې.

د يادو مرستو د وېش پرمهال د کابل د کډوالو چارو رييس عبدالمتين رحيمزي وويل چې په دغه ولايت کې زر بې وزله کورنۍ سروې شوې وې چې له دې شمېر څخه له پنځو سوو کورنيو سره نن مرستې ترسره شوې او له پاتې نورو سره به يې سبا مرستې وشي.

هغه وايي چې له هرې بې وزلۍ کورنۍ سره ٢٦٥ امريکايي ډالره مرسته شوې ده.

دى زياتوي: ((په دې پنځو سوو کورنيو کې سکان او هندوان هم شامل دي، هرې کورنۍ ته هم ٢٦٥ ډالره ورکړل شول او هم يو کېټ ورکړل شو چې په دې کېټ کې شامپو، صابون او ځينې نور شيان شامل دي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه مرستې د کډالو چارو د نړيوال سازمان په مالي لګښت د کابل ولايت په بېلابېلو ولسواليو او ناحيو کې پر بې وزلو کورنيو وېشل کيږي.

دغه راز د مرسته اخيستوونکو کسانو له ډلې څخه ولي محمد پژواک ته وويل چې نن ورسره ٢٦٥ ډالره نغدي مرسته وشوه.

هغه وايي: ((کاروبار نشته دى، په کور کې هم بل څوک د ګټې لپاره نه لرو دا ډېرې پیسې دي زموږ لپاره.))

ده پر نړيوالو غږ وکړ چې په افغانستان له بې وزلو کورنيو سره خپلې مرستې جاري وساتي ترڅو د انساني ناورين مخنيوی وشي.

د يادونې ده چې په هېواد کې له وروستي سياسي بدلون وروسته ګڼ شمېر خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړي او دا مهال له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

Views: 11

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.