ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار امنيه قومانداني: راتلونکو څو ورځو کې ټولو امنيتي کسانو ته ځانګړی يونيفورم ورکول کيږي

د ننګرهار امنيه قومانداني: راتلونکو څو ورځو کې ټولو امنيتي کسانو ته ځانګړی يونيفورم ورکول کيږي

author avatar
17 Jan 2022 - 17:20
د ننګرهار امنيه قومانداني: راتلونکو څو ورځو کې ټولو امنيتي کسانو ته ځانګړی يونيفورم ورکول کيږي
author avatar
17 Jan 2022 - 17:20

جلال اباد (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۰): د ننګرهار ولايت امنيه قومانداني وايي چې د طالبانو له نوم څخه د ناسمو ګټو اخیستو د مخنيوي په موخه د قوماندانۍ اړوند ټول پرسونل ته د ځانګړي يونيفورم د رامځته کولو جدي هڅې پيل شوې دي.

سرچینه وايي، نږدې راتلونکي کې به ټولو سرتېرو ته ځانګړی لباس ورکړي چې ورسره به د جنايي پېښو کچه هم ټيټه شي.

د ننګرهار ولايت اوسېدونکي هم غوښتنه کوي چې د جنايي پېښو او د طالب له نوم څخه د ګټې اخیستنې د مخنيوي لپاره دې طالبان خپلو سرتېرو ته ځانګړی يونيفورم برابر کړي.

ځايي اوسېدونکي وايي، اوس هر چا ټوپک لاس کې اخیستی او ځانونو ته د طالب خطاب کوي چې ورسره د انسان تښتونې، غلا او نورې جنايي پېښې ډېرې شوې دي.

د جلال اباد ښار يوه اوسېدونکي رحمان الله پژواک اژانس ته وويل چې په ښار او ولسواليو کې مسوول او غير مسوول شخص معلوم نه دی، يوازې يې پټکی پر سر کړی وي، وسله ورسره وي او ځانونه خلکو ته طالبان معرفي کوي.

دی غوښتنه کوي که طالب چارواکي خپلو سرتېرو ته ځانګړی يونيفورم او کارتونه برابر کړي نو بيا به دغه ستونزې ورسره کمې شي.

په دې اړه د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مرستيال حافظ بلال پژواک ته وويل چې دوی پر يونيفورم کار پيل کړی او نږدې وختونو کې به ټولو سرتېرو ته يونيفورم او کارتونه ووېشل شي.

هغه زياته کړه: ((اول سر کې خو تاسو ته معلومات و چې ډېره بې نظمي وه، هر چا د مجاهدينو له نامه څخه استفاده کوله، الحمد الله موږ په جدي توګه کار روان کړی چې ټولو مجاهدينو ته به ځانګړی يونيفورم او يو کارت ورکړل شي، بل کارت به نه چليږي ان شاء الله او دغه بې نظمي به ختمه شي.))

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه د جمهوريت تر سقوط وروسته واک ته ورسېدل، چې لا تر اوسه يې په منظمه توګه اردو او پوليس په ټولو ولايتونو کې نه دي ځای پرځای کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.