Language

سلام مخابراتي شرکت روان میلادي کال هېواد کې ۴۰۰ نوي انتونونه لګوي

کابل (پژواک، ۲۹ مرغومی ۱۴۰۰): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت وايي چې سلام مخابراتي شرکت په روان میلادي کال کې افغانستان کې ۴۰۰ نوي انتنونه لګوي.

د دغه وزارت ویاند عنایت الله الکوزي نن پر خپل ټوېټر لیکلي چې یاد دولتي شرکت روان کال د خپلو خدمتونو د پوښښ ساحه پراخوي.

هغه لیکلي چې یاد شرکت به روان کال کې د ۴۰۰ نویو انتنونو د جوړېدو کارونه پیل کړي چې ورسره به د هېواد هغه لرې پرتې ولسوالۍ له مخابراتي پوښښه برخمنې شي چې تر اوسه نه دی برخمنې شوي.

دا په داسې حال کې ده چې دغه شرکت وړمه ورځ ویلي و چې په دغه کال کې به فور جي خدمتونه هم پیل کړي.

دا مهال افغانستان کې افغان بیسیم، اتصالات، ایم ټي اېن او روشن نادولتي مخابراتي کمپنۍ هم فعالیت لري.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.