غزني (پژواک، ۲۹ مرغومی ۱۴۰۰): د غزني د ژورنالیستانو ټولنې مرستیال رحمت الله مرجانخېل په غزني ښار کې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی او سخت وهل شوی دی.
نوموړی چې وروسته د خبریالانو په منځګړتوب راخوشې شو، وايي دوو تنو امنیتي ځواکونو هغه مهال دی وواهه او حوزې ته یې بوته چې له ده یې د پلټنې په موخه د موبایل غوښتنه وکړه او ده و نه منله.
هغه پژواک اژانس ته ددغو څرګندونو ترڅنګ وویل، نن له غرمې مخکې چې څنګه له خپله کوره ووت نو په لار کې د دوو امنیتي کسانو له خوا ودرول شو.
دی وايي: ((وسله والو کسانو راته وویل چې موبایل دې راکړه، ما انکار وکړ او ورته و مې ویل چې د موبایل د پلټلو امر لرئ؟ هغوی له همدې سره سخت ووهلم او څلورمې حوزې ته یې یووړم.))
د ده په خبره، په حوزه کې نه یوازې دا چې نور هم سخت وهل شوی، بلکې موبایل یې پلټل شوی او د دوو ساعتونو لپاره کېنول شوی دی.
هغه زیاته کړه، د ډېرو وهلو له امله اوس په یوه غوږ نه اوري او ډاکټرانو ورته ویلي چې د غوږه پرده یې پرې شوې ده.
دی وايي، وروسته د نورو خبریالانو په منځګړتوب خوشې شوی خو د څلورمې حوزې کسانو په اخطاریه بڼه ورته ویلي چې کار دې نه دی خلاص.
د غزني د خبریالانو د ټولنې مشر او د خوندیتو کمېټې مسوول ګلاب الدین امیري وايي، دا ډول شخصي پلټنې او له کوم جرم پرته د یو خبریال نیول او وهل د غندنې وړ کړنه ده.
هغه چې د مرجانخېل د خوشې کولو لپاره یې منځګړتوب کړی پژواک ته وویل، له والي یې غوښتي څو د دې پېښې پلټنه وکړي او پر سرغړوونکو قانون پلی کړی.
د غزني والي خلیفه محمد اسحاق اخند وايي، هیڅوک حق نه لري د چا شخصي حریم ته داخل شي او یا د لارې پر سر چا ته سزا ورکړي.
هغه د یادې شوې پېښې په تړا پژواک ته وویل: ((موږ به یې حتماً پوښتنه وکړه، دا ډېر بد شوي، هیڅوک حق نه لري دغسې کارونه وکړي.))
دی وايي، امنیې قوماندانۍ ته یې امر کړی چې د دې پېښې پلټنه وکړي.
د یادونې ده چې په وروستیو کې په ټول هېواد کې له خبریالانو سره د تشدد ورته پېښې ډېرې شوې چې د هغوی فعالیتونه یې اغېزمن کړي دي.
Views: 334
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن