ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ته ۳۲ میلیون ډالر نغدي مرسته راورسېده

کابل ته ۳۲ میلیون ډالر نغدي مرسته راورسېده

author avatar
20 Jan 2022 - 17:59
کابل ته ۳۲ میلیون ډالر نغدي مرسته راورسېده
author avatar
20 Jan 2022 - 17:59

کابل (پژواک، ۳۰ مرغومی ۱۴۰۰): مرکزي بانک، کابل ته د ۳۲ میلیون ډالر نغدي بشري مرستې د رسېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې یادې پیسې د افغانستان نړیوال بانک ته وسپارل شوې.

مرکزي بانک یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پیسې نن پنجشنبې د مرغومي په ۳۰مه د افغانستان نړیوال بانک (AIB) ته سپارل شوې دي.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد بانک، د هر هغه بشردوستانه اقدام هرکلی کوي، چې د اسعارو د راتلو او د ټولنې اړو کسانو سره د مرستې لامل شي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د «اسلامي امارت» تر واک ته رسېدو وروسته، امریکا د مرکزي بانک شاوخوا ۱۰ میلیارد ډالر پانګه کنګل کړه او دغه چاره په هېواد کې د اقتصادي بحران لامل شوه.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.