کابل (پژواک، ۲۹ مرغومی ۱۴۰۰): ګل پري چې له خپلو دوو ماشومانو سره په سړه خونه کې ژوند کوي، وایي، د اولادونو لوږې سوال ته اړه کړې، حیرانه ده چې ماشومانو ته یې یوه مړۍ ډوډۍ له کومه کړي.
ګل پري د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې ده، خو مېړه یې ۷ کاله مخکې نادرکه شوی دی.
دغه ۲۷ کلنه مور وایي، اوس له خپلو دوو زامنو سره چې اته او شپږ کلونه عمرونه لري، د کابل ښار د یوولسمې حوزې اړوند د غره په لمنه کې د خپل پلار د کور په یوه خونه کې په سخته د ژوند شپې ورځې تېروي.
هغه وایي، د درې کسیزې کورنۍ ټول مسوولیت ور له غاړه دی؛ ځکه چې د دې پلار عمر خوړلی او کار نه شي کولای او ۱۶ کلن ورور یې هم وزګار دی او د خپل پلار او مور اړتیاوې هم نه شي پوره کولای.
ګل پري چې په یوه کوچنۍ سړه خونه کې له خپلو دوو ماشومانو سره ژوند کوي، وایي چې پخوا به یې د خلکو په کورونو کې کار کاوه، خو هغه کورنۍ چې دې ورسره کاوه، له کابله وتلې ده، نو ځکه اوس له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ ده.
هغې ژړل او ترڅنګ ناستو وړو ماشومانو ته یې په اشاره وویل: «څو ورځې مخکې په کور کې ډوډۍ نه وه، په عمر مې خیر نه دی ټول کړی، خو اولادونه مې په وږي حالت کې نه شو لیدلای، مجبور شوم چادري مې واغوسته، د یوې نانوايۍ مخې ته و درېدم، لمر پرېوت، خلکو راته څلور ډوډۍ واخيستې، کور ته مې راوړې …»
څو شېبې د هغې خبرې په سلګیو کې ګډوډې او ورکې شوې، خو وروسته یې وویل چې خاوند یې له واده دوه کاله وروسته پر نشه یي توکو روږدی شو.
ګل پري زیاته کړه: «هر څه مې وکړل چې نشې پرېږدي، خو زور مې ورباندې ونه رسېد، خبره تر دې راورسېده چې د کور اسباب او وسایل او حتی زما سره زر یې خرڅ کړل.»
هغه وایي، خاوند یې اووه کاله مخکې ورته وویل چې نیمروز ته د کار لپاره ځي، خو هماغه وخت چې تللی، بیا تر ننه لادرکه دی او دا یې د ژوند سختیو ته یواځې پرېيښې ده.
ګل پري په خپله خونه کې بخارۍ لګولې ده، خو وایي تل اور په کې نه شي بلولی؛ ځکه چې ډېر مهال د سون توکي نه لري.
دې وویل چې په څو ورځو کې که کوم ځلې ورته د خلکو په کور کې د ۲۰۰ یا ۲۵۰ افغانیو په بدل کې د کالیو مینځلو کار پیدا شي، بیا له هماغه کوره زاړه بوټونه او یا نور د سون توکي هم راړوي او په بخارۍ کې یې سوځوي.
هغه وایي چې که د بخارۍ لپاره د سون توکي ولري، اوبه ورباندې ګرموي، بیا یې په پلاستیکي بوشکه کې اچوي، بوشکه تر کمپلې لاندې ږدي او دوی درې واړه تر کمپلې لاندې ورباندې ځان تودوي.
ګل پرې وایي چې د سیمې وکیل یې نوم د اړو کسانو په نوملړ کې نیولی، خو تر اوسه هیچا ورسره مرسته نه ده کړې.
ګل پري وویل: «نن چې سخته راغله، کار او بار نشته، حکومت دې زموږ په څېر د بېوزلو لاسنیوی وکړي، د مرستو همدا وخت دی، ډېر خلک نه د خوړو لپاره څه لري او نه هم د سوخت لپاره.»
د ګل پرې مور (سبزپري) هم د خپلې لور تر خوا ناسته وه، ویې ویل: «اولاد دی، له زړه مې نه وځي، خاوند یې ورک شو، چاره نه وه، را مې وسته، یو کوټه مې ورکړې، همدلته د خدای (ج) هيلې ته پرته ده.»
هغه وایي چې ۱۶ کلن زوی یې کله نا کله په لاسي کراچۍ کار کوي او په همدغو ګوزاره کوي.
سبزپري هم له بد اقتصادي وضعیت څخه کړیږي، وایي چې حکومت باید د خلکو لاسنیوی وکړي او مرستې ورسره وکړي.
له هغه وروسته چې نوی حکومت پر افغانستان واکمن شو، د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان نږدې لس میلیارد ډالره شتمني کنګل کړه او پر افغانستان ځینې نور بندیزونه هم ولګول شول.
له دې سره افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شول، خو نړیوالې ټولنې له افغانستان سره بشري مرستې پیل کړې او د هېواد په مرکز او ولایتونو کې پر اړو کسانو وېشل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP