کابل (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۰) : افغانستان د کرکټ ددریو یو ورخنیو نړیوالو لوبو د لړۍ په دویمه لوبه کې هم نیدرلنډ ته په ماتې ورکولو سره دا لړۍ وګټله.
ددواړو هیوادونو ددرېیو لوبو دا لړۍ د افغانستان په کوربه توب په قطر کې ترسره کیږي.
ددویمې لوبې پچه هم افغانستان وګټله او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه. ملي لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۳۷ منډې وکړې.
د افغانستان لپاره رحمان الله ګربز د سليزې په وهلو سره تر ټولو ډېرې (۱۰۳) منډې وکړې. د ده ترڅنګ لوبډلمشر حشمت الله شهيدي ۵۴، رحمت شاه ۳۵ او نجيب الله ځدارڼ ۲۰ منډې ترسره کړې.
نیدرلینډ یا هالنډ د افغان لوبډلې له خوا ټاکلی هدف پوره نشو کړای او ټوله لوبډله يې په ۴۸ اور کې د ۱۸۹ منډو په جوړولو سره وسوځېده.
د افغانستان له لوري مجیب ځدراڼ څلور، فرید ملک دوه، راشد خان او یمین احمدزي یو یو لوبغاړي وسوځول.
ګربز ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
د دغو دواړو هېوادنو تر منځ په لومړنۍ سيالۍ کې افغان لوبډلې هالنډ ته په ۳۶ منډو ماته ورکړې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP