Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په هرات کې د وروستي برید مسوولیت داعش ډلې منلی دی

کابل (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۰): په هرات کې د وړمې ورځې برید مسوولیت چې شپږ کسان په کې وژل شوي، داعش ډلې منلى دى.

د شنبې په ورځ د هرات ښار په حاجي عباس ښارګوټي کې چې تر ډېره شیعه ګان په کې ژوند کوي، پر یوه موټر باندې د مقناطیسي ماین چاودنه وشوه.

د چارواکو په وینا، په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې داعش (اسلامي دولت) ډلې تیره ورځ په خپل ټلګرام کې د یاد برید مسوولیت منلی دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.