خوست ښار (پژواک، ۴سلواغه ۱۴۰۰): په خوست کې د يو شمېر ځايي غږيزو او تصويري رسنيو مشران او خبريالان وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله ښايي د دغه ولايت ځينې رسنۍ وتړل شي.
هغوی وايي چې په دې وروستيو کې يې د اقتصادي ستونزو له کبله خپل کارکوونکي کم کړي او د رسنیو ګڼ شمېر خبریالان بې کاره شوي دي.
دوی زیاتوي، که د رسنيو د ملاټړ مسوولې داخلي او نړیوالې ادارې يې د اقتصادي ستونزو هواري ته پام ونه کړي، ښايي په نږدې راتلونکي کې د دغه ولايت ډېرې ځايي رسنۍ به وتړل شي.
په خوست کې د کلید په نوم د يوې ځايي راډیو مشر نورا جان بهیر پژواک خبري اژانس ته وويل چې وروستیو سیاسي بدلونونو د رسنیو فعالیتونو باندې منفي اغېز کړی دی.
نوموړي وويل، همدا لامل دی چې له کبله يې رسنیو ته په مالي او هم د بشري قوې په برخه کې مشکلات پیدا شوي دي.
دی زياتوي: ((وروستي بدلون په خوست کې هم پر رسنيو منفي اغېز کړى دى ډېرو رسنیو خپل کارکوونکي کم کړي دي، خپرونې يې کمې کړې دي. په مالي برخه کې پخوا ځینې ادارې وې او حکومتي بنسټونه چې هغوی بېلا بېلې خپرونې سپانسر کولې، یا یې اعلانات ورکول، هغه هم بند شوي دي.))
د رسنیو خبریالان او مسوولین دا هم وايي چې د رسمي سرچینو لخوا دوی ته پر وخت معلومات هم نه ورکول کیږي
د ژمن په نوم د يوه خصوصي تلوېزیون کارکوونکی اکبر یاسیني پژواک اژانس ته وويل چې د اقتصادي ستونزو د زياتوالي له امله ښايي د یو شمېر ځايي رسنيو مشران دې ته اړ شي، چې خپل فعالیتونه ودروي.
هغه وویل، که څه هم د محدودیتونو په اړه دوی ته څه نه دي ویل شوي خو په شفاهي بڼه ورڅخه غوښتل شوي چې د اوسني نظام له پالیسۍ سره ځانونه برابر کړي.
هغه زياته کړه: ((سیمه ییزې رسنۍ په خپرونو کې هم د ځینو محدودیتونو سره مخامخې دي، دوی په ضروري مسایلو رپوټونه او خبرونه نه شي جوړولای او همدا ډول د رسمي سرچینو له خوا دوی ته پر وخت معلومات هم نه ورکول کیږي.))
د بخته جان بختيار په نوم بل ځايي خبريال هم بيا خپلو خبرو کې پژواک ته وويل چې د اقتصادي ستونزو تر څنګ رسنیو ته پر وخت د معلوماتو نه ورکول د دوی له مهمو ستونزو څخه دی.
ده وویل: ((د طالبانو اوسني حکومت د رسنیو په اړه خپله واضحه تګلاره له رسنیو سره نه ده شریکه کړې، تر څو رسنۍ خپلې خپرونې د هغې په چوکاټ کې برابرې کړي، دې حالت خبریالان د یو ګونګ حالت سره مخامخ کړي دي.))
د خوست د ځايي رسنيو دغه مشران او خبريالان همدا ډول زياتوي چې په دې ولایت کې د خبریالانو د دفاع بنسټونو هم خپل فعالیتونه تړلي او دوی اوس بل داسې ادرس نه لري چې خپلې ستونزې او غوښتنې ورسره شریکې کړي.
بل لوري ته په خوست کې حکومتي مسوولين رسنیو سره په یو نظر نه دي چې ګني دوی ته پر وخت معلومات نه ورکول کیږي او یا يې د فعالیتونو پر وړاندې محدودیتونه لګول شوي دي.
د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس شبیراحمد عثماني پژواک ته وویل چې د خبریالانو د کار په مخکې هيڅ ډول خنډ نشته، خو له رسنيو او خبريالانو د دوی يوه غوښتنه داده چې په خپلو نشریاتو کې دیني ارزښتونه او افغاني کلتور په پام کې ونیسي.
عثماني زیاته کړه: ((موږ تل خبریالانو ته ویلي چې تاسو ازادانه راتلای شئ. ستاسو په مخکې هېڅ ډول خنډ نشته. له دې سره سره مې له دوی غوښتنه دا ده چې دوی باید د اسلام ارزښتونه او د افغانستان ارزښتونه په پام کې ونیسي.))
دا مهال په دغه ولايت کې د ۱۵ په شاوخوا کې غږيزې او تصويري رسنۍ فعاليت کوي چې سلګونه کسان په کې پر کار بوخت دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP