کابل (پژواک، ۵ سلواغه ١٤٠٠): د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱۴ کسان پر کرونا ناروغۍ اخته اشوي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر پژواک خبري اژانس ته وویل چې په تېره یوه شپه او ورځ کې د ۱۳۴۲ کسانو ټسټ تر سره شوی او له دي ډلې د ۲۱۴ کسانو پایلې مثبت پېژندل شوې دي.
هغه زیاته کړه، ۴۵ کسان په کابل، ۳۳ په پروان، ۳۲ په وردګو، ۲۹ په کندهار، ۲۸ په ننګرهار، ۱۴ په لوګر، ۱۳ په پنجشېر، ۹ په بغلان، ۴-۴ په کنړ او هلمند او ۳ کسان په کندوز ولایت کې په یاده ناروغۍ اخته شوي دي.
نوموړی وایي، په تېره یوه شپه او ورځ کې ۳۴ کرونایي ناروغان بېرته رغېدلي دي.
د نوموړي په وینا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا کوم ناروغ نه دی مړ شوی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وایي، د کرونا ویروس له خپرېدو راهیسې تر اوسه له ۸۴۰ زره ډېر ټسټونه اخیستل شوي چې له دې منځه شاوخوا ۱۵۹ زره یې مثبت پېژندل شوي دي.
د هغه په خبره، تر دې دمه د کرونا ناروغۍ له امله نږدې اته زره کسان مړه او له ۱۵۰ زره ډېر بېرته رغېدلې دي.
Views: 25
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن