Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په بغلان او نيمروز کې پر سلګونو بېوزله کورنيو مرستې ووېشل شوې

پلخمري/ زرنج (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۰): په نيمروز او بغلان کې پر سلګونو بېوزلو کورنيو نغدي او غير نغدي مرستې ووېشل شوې.

د نيمروز د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې رييس مولوي محمد قاسم محمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ياد ولايت کې له ۱۵۰۰ سېلاب ځپلو او اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

نوموړی زياتوي چې هرې کورنۍ ته يوه ۵۰ کيلويي بوجۍ اوړه، يوه بوشکه غوړي او يوه اندازه بوره ورکړل شوي دي.

نوموړي دغه راز وويل چې دوی ته ۶۰۰۰ کورنيو د مرستې غوښتلو په موخه عريضې کړې وې، خو له ټولو سره د مرستې امکانات نه و، يوازې ۱۵۰۰ کورنيو ته يې لومړيتوب ورکړی دی.

محمد ونه ويل چې پر يادو کورنيو د ټولې وېشل شوې مرستې ارزښت څومره دی.

د يو بل خبر له مخې، د بغلان د کډوالو چارو مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې پر ۳۱۰ بېوزلو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه.

د بغلان د کډوالو چارو رییس مولوي شهزاده خالد د سلواغې په ۵مه پژواک ته وويل چې زرګونو بېوزله کورنیو دوی ته د مرستې غوښتنلیکونه ورکړي او ټول یې مرستو ته اړتیا لري.

خو زياتوي چې دوی خپلو امکاناتو ته په کتو ۳۱۰ کورنيو ته لومړيتوب ورکړی دی.

نوموړی وايي چې هرې کورنۍ  ته ۳۲زره افغانۍ او د شل زره افغانیو په ارزښت ژمني توکي او خواړه ورکول کېږي.

هغه وايي چې دغه مرستې د څو خيريه موسسو له خوا د دوی په همغږۍ ورکول کېږي.

د بي بي شیندل په نوم  کونډه مېرمن چې د مرستو اخیستو لپاره کډوالو چارو ریاست  ته راغلې وه، وايي  د کور سروې یې مخکې شوې او اوس چا ورته وویل چې مرستې اخیستو ته راشي.

هغې پژواک ته وویل: ((نه یم خبره چې څه راکوي، خو هر څه چې وي ژمی دی، ډېره مجبوره يم، یوه چاره به مو پرې وشي.))

د دهنه غوري ولسوالۍ اوسېدونکی شاه محمد وايي، ډېر وخت مخکې يې ولایت ته د مرستې عریضه کړې وه، خو نن له دفتره اړيکه  ورسره نيول شوې وه چې د مرستې ترلاسه کولو لپاره کډوالو چارو ریاست ته راشم.

دی وايي، سهار وختي راغلی خو تر اوسه یې نوبت نه دی رسېدلی، خو خوښ دی چې نن ورته د خوړو لپاره یو څه ورکول کېږي .

یاده دې وي چې له دې وړاندې هم په تېرو څلورو میاشتو د خوړو نړيوال سازمان له خوا د بغلان  له شاوخوا ۲۹زره اړمنو کورنیو سره یولړ خوراکي او نغدي مرستې شوې دي .

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.