Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جاپان په کابل کې د خپل سفارت بېرته پرانیستو لپاره چمتووالی نیسي

کابل (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۰): د جاپان سفیر د رییس الوزرا له اداري مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې په کابل کې د خپل سفارت د بېرته پرانیستلو لپاره چمتووالی نیسي.

د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا دغه څرګندونې نن د رییس الوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې کړې دي.

په یاده لیدنه کې د رییس الوزرا مرستیال زیاته کړې، حکومت ژمن دی چې له ټولو افغانانو سره یو شان ښه چلند وکړي.

هغه ویلي چې اداري فساد له منځه تللی او د نشه یي توکو د کر، پروسس او د هغه د قاچاق د مخنیوي په موخه هڅې روانې دي.

دغه راز د ملي راډيو ټلوېزیون په یوه ټويټ کې راغلي چې په یاده لیدنه کې په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا ویلي چې هېواد یې چمتووالی نیسي څو په کابل کې خپل سفارت ژر پرانیزي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.