خوست (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۰): د خوست د ځايي رسنیو چلوونکي وايي، له هغه وروسته چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له دوی څخه د موسیقي نه خپرولو غوښتنه کړې، ځینو رسنیو موسیقي خپرول درولي او ځینو بیا محدود کړي دي.
دا مهال په خوست کې د دولتي راډيو ټلوېزیو په ګډون ۱۴ خصوصي راډيوګانې او ۳ ټلوېزیونونه فعال دي چې د تېرو شلو کلونو په اوږدو کې رامنځته شوي دي.
د دغو رسنیو مسوولین وايي، د طالبانو په مشرۍ حکومت له راتګ وروسته په دغه ولایت کې کومه رسنۍ نه ده بنده شوې خو هغه خپرونې چې موسیقي په کې خپرېدله او یا ښځو ته ځانګړې شوې وې، بندې او یا محدودې شوې دي.
د ژمن په نوم د يوه خصوصي راډيو ټلوېزیون د خبري څانګې مسوول اکبر ياسيني پژواک خبري اژانس ته وويل، د اوسني حکومت له راتګ سره یې د چارواکو په غوښتنه په خپلو خپرونو کې د موسیقي خپرول کم کړي دي.
نوموړی وايي، د دې تر څنګ یې هغه خپرونې هم بندې کړې چې د ښځو لپاره ځانګړې وې، د هغوی غږ او تصویر په کې خپرېده.
د ده په خبره، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکو په بېلابېلو ناستو کې په شفاهي توګه د رسنیو له مسوولنیو غوښتي چې موسیقي او ښځینه غږونه دې نه خپروي.
دی وايي، له هغه وروسته دوی په دې برخه کې له احتیاط څخه کار اخلي څو ستونزې ورته جوړې نه شي.
د ولس غږ راډیو او زرغون ټلوېزیون د خپرونو مسوول محمد الدین شاه خیالي پژواک خبري اژانس ته وویل، له هغه راهیسې چې دوی ته د موسیقي او په ژوندۍ خپرونو کې د ښځینه ټیلېفوني اړیکو نه ځوابولو ورته ویل شوي، اورېدونکي یې له لاسه ورکړي او اعلانات یې کم شوي دي.
هغه زیاته کړه: ((که له رسنیو د موسیقي خپرول مطلق بند شي نو دا به زموږ په مارکیټینګ برخه بد اغېز وکړي، ځکه رسنۍ اوس هم له سخت اقتصادي بحران سره مخ دي چې د دوام په صورت کې یې د بندېدو ګواښ شته.))
په ورته توګه د غرغښت راډيو ټلوېزیون د خپرونو مسوول رضوان میاخېل هم پژواک ته وويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او نورو اړوندو ادارو له خوا په شفاهي توګه ورته ویل شوي چې موسیقي مه خپروئ.
دی زياتوي: ((موږ هم حالاتو ته په کتو تفريحي خپرونې محدودې او موسیقي کمه کړې ده، که څه هم تر اوسه موږ ته د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رياست يا د نورو ارګانونو- چې غونډې مو ورسره کړې دي- په جبري ډول څه نه دي ويل شوي خو توصیه یې راته کړې ده.))
په دې اړه د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رييس شبيراحمد عثماني پژواک خبري اژانس ته وویل، د خوست د ځايي رسنيو مسوولينو ته يې څو ځله د توصيې په بڼه ویلي چې موسیقي مه خپروئ خو رسمي امر یې نه دی ورته کړی.
هغه زياته کړه: ((موږ بار بار په غونډو کې د رسنيو مسوولينو ته د موسيقي نه نشرولو ويلي، اما تر اوسه یې نشروي، موږ له ملګرو سره مشوره کوو، وروسته بیا فیصله کوو، ما ته چې د وزارت له خوا څه وویل شي، په وخت به یې ابلاغ کړم.))
دا مهال د خوست ۱۴ راډیوګانو او ۳ ټلوېزیونونو کې شاوخوا ۳۰۰ کسان کار کوي خو د دوی په منځ کې هیڅ ښځینه کار کوونکې نشته.
د یادونې ده چې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم وخت په وخت رسنیو ته د موسیقي او ښځینه غږونو نه خپرولو ویل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP