ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نولس کلنو کرکټ لوبډله د نړیوال جام په منځلوبه کې د سریلانکا په ماتولو نیمه پایلوبې ته ووتله

د نولس کلنو کرکټ لوبډله د نړیوال جام په منځلوبه کې د سریلانکا په ماتولو نیمه پایلوبې ته ووتله

author avatar
28 Jan 2022 - 02:42
د نولس کلنو کرکټ لوبډله د نړیوال جام په منځلوبه کې د سریلانکا په ماتولو نیمه پایلوبې ته ووتله
author avatar
28 Jan 2022 - 02:42

کابل (پژواک، ۸ سلواغه ۱۴۰۰): د افغانستان د نولس کلنو کرکټ لوبډله د نړیوال جام په منځلوبه کې سریلانکا ته په ماتې ورکولو نیمه پایلوبې ته ووتله.

افغانستان دا مهمه لوبه د څلورو منډو په توپیر له سریلانکا وګټله چې د ویسټ انډیز د کرابین ټاپو په انتیګوا کولیج لوبغالي کې وشوه.

که څه هم د لوبې پچه سریلانکا ګټلې وه خو افغانستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

افغانستان په ۴۸ اوورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۴ منډې وکړې او سریلانکا ته یې د ۱۳۵ منډو هدف ورکړ.

سریلانکا ټاکل شوی هدف پوره نه کړای شو او ټول لوبغاړي یې له ۱۳۰ منډو وروسته په ۴۷ اوور کې وسوځېدل.

د توپوهنې په برخه کې د افغانستان د نولس کلنو کرکټ لوبډلې لوبغاړو عبدالهادي ۳۷، نور احمد ۳۰ او الله نور ۲۵ منډې وکړې او د توپ اچونې په برخه کې بلال سمېع دوه، ننګیالي خروټي، اظهارالحق، نور احمد او نوید ځدراڼ یو- یو ویکټ واخیستل.

د دې لوبې غوره لوبغاړی نور احمد ونومول شو.

د افغانستان د نولس کلنو کرکټ لوبډلې د روان نړیوال جام په دغو سیالیو کې د نننۍ لوبې د ګټلو تر څنګ له پاپوا نیوګیني او زمبابوې څخه هم لوبې ګټلې خو پاکستان ته یې بایللې ده.

د افغانستان د نولس کلنو کرکټ لوبډله به د نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې د انګلستان له لوبډلې سره مخامخ شي چې د فبروري میاشتې په لومړۍ نېټه ترسره کېږي.

کپتان سلېمان ساپي د نننۍ لوبې په پای کې ټولو افغانانو ته د بریا مبارکي ورکړه او ویې ویل چې په نیمه پایلوبه کې به له انګلستان سره طبیعي لوبه کوي.

په زرګونو افغانانو پر خواله رسنیو خوښي ښودلې او دا بریا یې د افغانستان لپاره ارزښتناکه ګڼلې ده.

Visits: 57

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.